To start downloading books

Please sign in or create an account.

نړيوال ادبي مکتبونه

نړيوال ادبي مکتبونه

هېواد بريال کومکي

خوښ يم، چې د لوی څښتن تعالی په مرسته مې د (نړيوال ادبي مکتوبونه) تر عنوان لاندې ادبي اثر بشپړ کړ. د دې کتاب د موضوع په هکله مې ډېر ژور فکر درلود. باید ووایم، چې په پښتو ژبه کې د نړيوالو ادبياتو په هکله پوره او د پام وړ کار نه دی شوی. ما تر خپلې وسې زيار ایستلی، چې پښتو ژبې ته د نړۍ د ادبي مکتبونو په هکله یو څه دننه کړم، تر څو راتلونکی او ځوان نسل دغه بهنځونه تعقيب او د نړۍ د ادبیاتو په هکله ډېر څه لاسته راوړي. البته د دې اثر د لیکلو پر وخت له ډېرو ستونزو سره مخ وم، خو د باندنیو ژبو ځینو اثارو راسره مرسته وکړه، چې د موضوعاګانو ژورو ته دننه شم. د دې اثر په محتوا کې پر ادبیاتو بحث شوی، څانګې یې په ګوته شوې، د سبک، جریان او مکتب په کلمو کې نږدې والی او توپيرونه څېړل شوي دي. نړیوالو ادبي دورو ته کتنه او په دې پورې تړلي حقیقتونه، لاملونه او پیښې رابرسېره شوې، چې لوستونکي وکولی شي په جلا توګه د موضوعاتو منځ ته دننه شي. د نړيوالو ادبي مکتبونو په لړ کې په کلاسېزم او بیا وروسته په زنځیري ډول نورادبي مکتوبونه، د هغوی په اصولو او لیکلو اثارو بحث شوی دی. لیکوال یې د سیاسي، علمي، کلتوري او ټولنیزو تاوتریخوالو په پار د ولس د ويښتيا او د مثبت بدلون لپاره قلم پورته کړی، یا یې دغه خوځوښتونه رد کړي دي. دا موضوع د هغو ادیبانو، لیکوالو او هنرمندانو لپاره د نړیوالو ادبي مسائلو د څېړلو او پلټلو لپاره یوه ښه وسیله کیدای شي، وروسته به نورې درنې سټې په دغه لار کې لا روښانتیا رامنځ ته کړي. هیله مې دا ده، چې د ادب وږي تږي له دې اثر څخه ډیر څه کسب او دې ته وهڅېږي، چې د دغې موضوع د لا پراخولی لپاره مټې راونغاړي. په درنښت ّهېواد بريال کومکي خوست - افغانستان

Price: Free
Views: 15K
Downloads: 388
Language: پښتو
Category: Literature and Art
File Type: Pdf
File Size: 1.89 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Share
Comments

Related Books

درحمت ډالې (د لنډو کیسو ټولګه)

رحمت الله ،رحمت

Free Popular

د کابل شپی

-

Free Popular

مالیه

ژباړن: قاري محمد حلیم

Free Popular

داوسني ژورنالیزم نچوړ

شیرشاه همدرد

Free Popular

د هضمي جهاز ناروغۍ

پوهاند دوکتور محمد ظاهر (ظفرزی)

Free Popular

انتانی ناروغۍ

پوهنوال ډاکتر حفیظ الله اپریدی

Free Popular

رادیولوژي

پوهندوی داکتر نجیب الله خلیلي

Free
Audio Books