نابینا (ړنده) مور

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2022
3 years ago
2,560 views
نابینا (ړنده) مور

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟

هغې پرښتې ته مخ کړ؛ ویې ویل: له خدایه غواړم چې زوی مې روغ شي.

ـ پښېمانېږې خو به نه؟

ـ نه!

ـ سمه ده. زوی دې روغ شو؛ مګر تا کولای شول د خپلو سترګو رغېدل غوښتي وای!

ښځه مسکۍ شو او ویې ویل چې ته یې نه شې درک کولای.

کلونه تېر شول. زوی یې غټ شو، ډېر لوی سړی شو او مور به یې د زوی کامیابۍ په خوښۍ سره نمانځلې. ځوان واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره یې ډېره مینه درلوده. یوه ورځ یې خپلې مور ته وویل: نه پوهېږم څرنګه یې درته ووایم؛ خو ... خبره دا ده چې ښځه مې نه شي کولای نور له تا سره یو ځای ژوند وکړي. زه غواړم تاته بېل کور ونیسم او هلته ژوند وکړې. 

مور یې وویل: نه زویه! زه ځم او د زړو خلکو د اوسېدو په ځای کې له خپل هم عمره خلکو سره به ژوند وکړم. هلته به راحته یم.

له کوره ووته. په يوه څنډه کې کښېناسته او ژړا یې پیل کړه. بیا هماغه پرښته راغله او ویې ویل: ودې لیدل چې زوی دې څه وکړل؟ پښېمانه خو به یې. غواړې ښېرا وکړې؟

ځواب یې ورکړ: نه پښېمانه یم او نه هم ښېرا کوم. ته په څه خبر یې!

پرښتې وویل: ښه خبر دا دی، چې بیا هم د خدای رحم دی. کولای شې یوه دعا وکړې او رب به یې حتمي قبلوي. پوهېږم چې دا ځل به روغې سترګې غواړې. کنه!؟

ښځې په ډېر ډاډه زړه وویل نه.

پرښته حیرانه شوه. ویې ویل: نو څه غواړې!؟

ځواب یې ورکړ: غواړم چې اینګور مې یوه ښه ښځه او مهربانه مور اوسي، تر څو زما زوی سم وپالي. ځکه چې زه ورسره نوره نه یم، چې پام پرې وکړم. 

د پرښتې له سترګو اوښکې وبهېدې. د خپلو اوښکو دوه څاڅکي یې د ښځې په سترګو کې واچولې او هغه بينا شوه. کله چې یې د پرښتې په سترګو کې اوښکې ولیدلې ویې ویل؛ آیا پرښتې هم ژاړي!؟

ویې ویل؛

ـ هو، هو! 

Related Articles

Jun 02, 2023
1,872 views

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه اللههغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی.  هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راج...

Jan 12, 2023
1,488 views

ازاده قطعه. ليک محمد الياس

  ازاده قطعه    قطعه د منظوم ادب هغه صنف دے چي د هر شعر په دويمه مصره کښې ئې د رديف او قافئے پابندي ضروري وي او د غزل د‌شعرونو په شان ليکلے کيږې . نن سبا زيات شاعران په قطعه کښې دوه شعرونه استعمالوي - د‌ قطعې  د پاره موضوع لازم نه ده بلکي په قطعه کښ...

Jun 02, 2021
3,734 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,310 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,296 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,486 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...