To start downloading books

Please sign in or create an account.

لس طلایي لارښوونې

لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ.

• هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ!

• ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه کوئ.

• هره ورځ مطالعه کوئ. د مطالعې په مرسته خپل ذهن فعال او متحرک ساتئ.

• په خوراک کې ډېر دقیق اوسئ. ډېر او غیر صحي خواړه مه خورئ.

• هغو څیزونو ته چې عاجله اړتیا نه لرئ، مه اخلئ. که داسې وکړئ، یوه ورځ به د ډېرو ضروري شیانو پلورلو ته اړ شئ.

• حتما یوه اندازه پیسې سپما (ذخیره) کوئ، چې په سختو شرایطو کې مو په درد وخوري.

• د خپل وخت ډېر خيال ساتئ. یعنې بې ځایه وخت مه تېروئ.

• بې خوبي مه کوئ. په ۲۴ ساعتونو کې حتما له ۶ تر ۸ ساعتونو خوب کوئ.

• تل پاک او منظم ګرځئ. دا کار ستاسو د کارونو په ښه والي کې رغنده رول لوبوي.

• خپلې کمزورۍ او نيمګړتياوې په نښه کوئ او له منځه وړئ. په دې توګه به ډېر ژر د پرمختګ لاره طی کړئ.

ریاض مقامزی

Related Articles

د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه

لیکنه: شکېبا نادري د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه   موږ په ژوند کې بېلابېلې ځانګړې ورځې لرو او نمانځو یې، خو دا ورځې ځینې پر مذهب او ځینې پر ورځینو رواجونو پورې اړه لري، پر مذهب او عقیدې پورې تړلې ورځې لکه، میلاد نبي او یا د اشورا ورځ او داسې نورې ورځې دي، چې مسلمانان یې د عبادت او خیراتونو په واسطه نمانځي، خو داسې ورځې هم شته چې زموږ په فره...

The Kerala Story

The Kerala Story  عمران اختر په ۲۰۲۳ کال کې د کیرالا سټوري په نامه فلم پر سیمناوو خپور شو، چې په هند کې یې هنګامه جوړه کړه ځکه کله چې هم د مسلمانانو پر خلاف فلم جوړ شي حتمآ  بلاکباسټر کیږي. د هندو دین څخه اسلام دین ته د یوې مسلمانې میرمن فاطمه اړوند دردناکه کیسه ده چې غوښتل یې نرسه شي خو د یو مسلمانې ډلې لخوا برینواش شي او د اسلام دین پرې ومنې. ف...

د لاتينې امریکا نوموتی شاعر؛ پابلو نرودا

په لاتينه امریکا کې ډېر هېوادونه شاملېږي. په دې کې د "برازیل، پرتګال، چيلي، کلمبیا، ارجنټاين او ..." نومونه د یادولو دي. دې هېوادونو ته ځکه "لاتيني" وايي، چې پخوا د هسپانيې او پرتګال مستعمرات وو.  پابلو نرودا "Pablo Neruda" په "۱۹۰۴م" کال د چيلي هېواد په پارال ښار کې وزېږېد. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د اوسپنې د لارې یو مامور و. د نوموړي...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...