To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,207
له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.
یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې دوی نه شي کولای د خپلې خوښې خواړه پرېږدي تر څو وزن یې کم شي. دې ډول خلکو ته ښه خبر دا دی، چې له غذايي رژيم پرته هم خپل وزن کمولای شي. یوازې ځينې مهم ټکي دې په پام کې ونيسي.


۱. په ارامه ډوډۍ وخورئ 

د خپل خوراک لپاره وخت وټاکئ، مثلا تاسو د سهارنۍ لپاره ۲۵ دقیقې وخت وټاکئ، کوښښ وکړئ چې خپل خواړه په همدې ۲۵ دقیقو کې وخورئ. دا کړنه مو د وزن په کموالي کې ډېر اغېزمن ثابتېږي او هم له خوړو ښه خوند اخيستی شئ.
واړه کپلې وکړئ. خپل ټول پام مو د غذا خوند ته کړئ. دا کار ددې سبب کېږي چې معده مو د مړښت هورمونونه توليد کړي چې په پايله کې له ډېر خوراک منع کېږئ.  

۲. خوب مو بشپړ کړئ 
څېړنو ښودلې ده، چې نا منظم خوب په کال کې ۶ کېلو وزن زیاتوي. همدرانګه هغه خلک چې په شپه او ورځ کې له ۷ ساعتونو کم خوب کوي خوراک ته ډېر تمايل پيدا کوي، چې ډېر خوراک د وزن د ډېروالي له اصلي عواملو څخه دی. نو کافي خوب وکړئ، چې وزن مو کم شي.

 

۳. شین چای وڅښئ

شين چای ددې سبب کېږي، چې د بدن ډېره انرژي مو مصرف کړي. همدارنګه شین چای تقریبا کالوري څخه کمه انرژي لري او تاسو کولای شئ د هغو څښاکو پر ځای هم وکاروئ چې ډېره انرژي لري او وزن مو ډېروي. 

 

۴. نعناع (وېلنی) وخورئ

د وېلني خوړل مو د خوړو پر وړاندې تمایل کموي. کوښښ وکړئ له خوړو وروسته مسواک وکاروئ او لږه اندازه وېلنی په خوله کې وجوئ. دا کړنه د مړښت احساس درکوي او  د ډوډۍ وختونو ترمنځ مو کافي اندازه فاصله پيدا کوي. 

 

۵. مخکې له دې چې ماړه شئ ډوډۍ بس کړئ

ډېری هغو خلکو چې د خپل وزن تناسب یې ساتلی او له غذايي رژيم پرته یې خپل وزن کم کړی، له ۸۰ ـ ۲۰ قاعدې یې ګټه اخیستې. ددې قانون پر اساس تاسو باید له مړښت وړاندې ډوډۍ بس کړئ. کله چې تاسو فکر کوئ ۸۰ سلنه موړ شوئ نو له دسترخوانه پاڅېږئ او ۲۰ سلنه معده مو خالي پرېږدئ. دا یو له غوره او ګټورو طریقو څخه دی.

که تاسو هم د وزن له ډېروالي شکایت لرئ او نه شې کولای چې خوندور خواړه پرېږدئ نو له پورتنیو تګلاور ګټه پورته کړئ او خپل وزن کم کړئ.

Related Articles

د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

دا شنه ځمکه عربان دي او په سره دايره کې بند اسرايل دي!نفوس: عربان له څلورو سو ميليونو هم زيات دي اسرايل ايله 8 ميليونه هم نه دي!اقتصاد : د اسرايل څوڅو څو چنده زياته پيسه عربانوسره ده خو د نړۍ اويا سلنه اقتصاد باندې د اسرايل اغيزې دې!نړۍ سره وصل: عربان هرې خوا ته په وچه کې لارې لرې, سمندرونه لري, اقتصادي نړيوالې لارې او دروازې لرې۔خواسرايل: کلابند د...

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار  سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام دین له همدې ځایونو څخه پیل او د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې ورسېد موږ په تېرو لیکنو کې د اسلام د دین د ډېرو س...

له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل

په انګلیسي کې د لیکلو مهارت مو لوړ کړئ!له مورنۍ ژبې پرته، په بله ژبه لیکل یو څه ستونزمن کار دی او زمونږ ځوانان په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري. دا ستونزې ډېرې د ژبو د ګرامر له اړخه وي ځکه املايي ستونزه د کمپیوټر پروګرامونه په اتومات ډول اصلاح کوي. دا چې د انګلیسي ژبې، غیراصلي کارونکي ډېر دي، له همدې امله ورته ګڼ شمېر پروګرامونه چوړ شوي تر څو پرې لیکل...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...