افغانستان کی ChatGPT

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 18, 2023
2 years ago
2,044 views
افغانستان کی ChatGPT

پخوا به هغه کسانو چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وه د نور خلکو د انګلیسي لیکنو له اصلاح ډېرې پیسې ترلاسه کولې. ما خپله د تېزیس په اصلاح چې کره هم نه وه پیسې ورکړې دي. ChatGPT تر ټولو لومړی د همدغو کسانو کاروبار ختم کړ. ځکه تر هغو ښه او په مسلکي ډول متن اصلاح او کیفیت یې لوړوي. تازه د Elsevier ژورنالو او کمبریج پوهنتون منلې چې څېړونکې د مقالو متنونه په AI سیسټمو اصلاح کولی شي. سپارښتنه یې دا کړې چې د مقالو په پای کې د AI کارول تصدیق شي ځکه دا رېښتنولي او شفافیت راولي.
تاسو هم د ChatGPT له کارولو خوند واخلئ!
په افغانستان کې د دې سیسټم فعالول په لاندې طریقه بیخي اسانه دي، VPN او بل هېڅ سافتویر ته اړټیا نشته.

 

په افغانستان کې د ChatGPT اسانه فعالول:

لاندې پیغام نېژدې ټولو هغو ملګرو لیدلی چې په افغانستان کې یې له VPN پرته د ChatGPT فعالولو هڅه کړې. زما په اند علت یې دا دی چې د OpenAI سیسټم د افغانستان مخابراتي شبکو ته کوډ نشي لېږلی او یا یې هم د بندیزونو له کبله عمدا نه لېږي. خو دا ستونزه په ډېره اسانۍ بای پاس کېږي. هغه دا چې دغه مرحله کې د کوم ملګري نمبر چې بهر اوسېږي ورکړئ، او هغه ته د ChatGPT لخوا لېږل شوی کوډ بیا راتلونکې مرحله کې ورکړئ. بس سملاسي ستاسو اکونټ فعالېږي. جالبه خو دا ده چې په یو نمبر، بې شمېره اکونټونه فعالېدی شي. همدا نن ما تجربه کړ، په یو نمبر دوه د ChatGPT اکونټونه فعال شول. 
بهر مېشتو ملګرو پسې مسجونه وکړئ، یا یې د واټس اپ نمبر ChatGPT ته په دې مرحله کې ورکړئ. هغه چې کوډ ورغی، تاسو ته یې دې درکړي، څو یې تاسو بله مرحله کې ورکړئ. 
البته زه په دې برخه کې مرسته نه شم کړی!
نوټ: د یادولو وړ بولم چې ChatGPT قوي انټرنټ غواړي. په ضعیف انټرنټ ممکن کار ونکړي.

 

#ChatGPT #pashto 

Related Articles

Jun 30, 2022
1,498 views

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس  عبدالوافي نایبزی  د سرېلانکا په اړه څومره پوهېږئ؟ تاسې که د نړۍ نقشه راواخلئ او ورته ځیر شئ، نو سرېلانکا د هند سمندرگي په منځ کې یو پروت ټاپو دی، چې په نږدې گاونډ کې ورسره له هنوستان پرته بل هې...

May 29, 2021
3,547 views

د ځمکني توت لس روغتيايي ګټې

  ځمکنی توت چې په فارسي کې یې توت زميني بولي، یو له ډېرو خوندورو مېوو څخه دی، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري. په اوس وخت کې افغانان یې هم کرنې ته خاصه پاملرنه کوي. په دې لیکنه کې ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.   د ځمکني توت روغتيايي ګتې ددې مېوې له...

Jul 08, 2022
1,464 views

پام

حکایت دی، چې له بودا څخه چا پوښتنه وکړه: ته او مریدان دې څه کوئ؟ بودا ورته وویل: گرځو، ناست یو، ډوډۍ خورو! پوښتونکي وويل: دا خو هر څوک کوي. بودا ورته وویل: توپير دا دی چې مونږ کله ناست یو، پام مو وي چې ناست يـو چې روان يو، پام مو وي چې روان يو او چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,668 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,127 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,983 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...