To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د رب ج توره-خالد بن ولید رض

د رب ج توره-خالد بن ولید رض

293
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-18 14:31:52

نړیوال اتل، د ستر رب (ج) توره، الخالد بن ولید رضی الله تعالی عنه ⚔️

((ميندي نه سي کولی؛ چې د خالد بن ولید رض په څېر زوی نړۍ ته راوړي)) 

دا د ستر صحابي او دَ خوږ نبي کریم (ص) د همېشني ملګري حضرت ابوبکر صدیق (رض) وېنا ده.

معلومېږي چې، په ریښتیا هم دَ هغه ستر مېړني او توریالي په څېر نومیالی به دَ نړۍ پر مخ څرګند نه سي. خالد (رض) هغه تلپاتې څېره ده چې، د تورې په پورته کېدو سره یې د اسلام دین په نړۍ کې وځلاوه. د توري د سايې لاندې ډېرو خلکو د اسلام دَ دین سپېڅلی ژوند ترلاسه کړ. هغه د اسلام د دین د خپراوي لپاره نړۍ د خپل آس د قدمونو لاندې په خوځښت راوسته. په هر لورې برید سره به یې په دښمن ناتار جوړ کړ او دښمن به يې داسې پر مېدان وځپل او تس نس به يې کړل چې حتې دښمنو هم ورته د دوهم مرګ لقب ورکړی و.

#د_نسب_لړۍ

پشپړ نوم یې أبُو سُلَيْمانْ خَالِدُ بْنُ الوَلِيْدِ بْنُ المُغِيرَةِ المَخْزُومِي القُرَشِيُّ دی.

خالد بن ولید بن المغیره بن عبدالله عمر بن مخزوم بن تنطیته بن مره چې په اووم نیکه کې دحضرت محمد (ص) او حضرت ابوبکر صدیق (رض) سره یوځای کېږي ځکه مره دَ حضرت محمد (ص) او د ابوبکر صدیق (رض) اووم نیکه وو؛ نو په دې اساس هغه د لوړ حسب او نسب څښتن وو. د خالد (رض) مور بي بي لبابه صغری عصماء بنت الحارث دام المؤمنین حضرت میمونه (رض) سکه خور وه نو له دې وجې څخه د محمد (ص) نژدې خپل هم وه.
خالد (رض) د قریشو دَ بنې مخزوم د قبیلې څخه وو. دې قبیلې په جنګ کې ځانګړی مهارت درلود. ډېر مالدار او د ښو اخلاقو خاوندان هم وه.

#پلار_يې

کنیه یې ابو عبدشمس نوم یې ولید بن مغیره مخزومي چې په قریشو کې ډېر هوښیار سخي او شتمن سړی شمېرل کېدى چې، باغونه یې دَ مکې نه تر طایف پورې غزېدلي وه. یو کال د مکې ټولو خلکو په شریکه دکعبې غلاف جوړ کړ، مګر بل کال ولید المخزومي په یوازې توګه هماغه ډول غلاف جوړ کړ. د حج په شپو او ورځو کې به یې حاجیانو ته خواړه او څښاک ورکول.  هغه دَ لومړنیو کسانو څخه وو چې دَ اسلام د راتلو څخه مخکې یې شراب په ځان حرام کړي وه، او لومړنی سړی وه چې دَ اسلام  څخه مخکې یې د غله لاس غوڅ کړ چې وروسته بیا اسلام هم دا کار تائید کړ. او لومړی سړی وه چې دَ کعبې د زړې ودانۍ د دیوالونو غورزولو پیل یې وکړ، تر څو نوې ودانۍ جوړه کړي. هغه  کعبې ته دېر درنښت درلود او ویل سوي دي، چې لومړنی سړی وه چې کعبې ته یې د ننوتلو پر وخت خپلې څپلۍ وویستلې. مګر د هغه دا مینه د اسلام سره نه بلکې د مکې د بتانو سره وه، دَ هغه د بتانو سره ډېره مینه ددې باعث سوع چې د محمد (ص) سره کلکه دښمني وکړي او تل یې وزروي. محمد (ص) ډېره مینه درلوده چې ولید مسلمان سي، مګر د هغه په زړه کې د لات منات او هبل مینه او دَ اسلام څخه کرکه پرته وه. بس هماغه وو چې د هجرت څخه درې میاشتې وروسته د اویا کلنۍ په عمر  په کفر کې مړ سو او په حجون (په مکه کې یو ځای دی) ښخ سو.

#د_حضرت_خالد_رض_ورونه_او_خویندې

شپږ ورونه او دوه خویندې یې درلودلې چې عبارت دي له:

عاص: دځوانۍ په مرحله او په کفر کې مړ سوی.

ابوقیس: لومړی مسلمان سو، بیا مرتد سو او د بدر په جګړه کې دَ حضرت حمزه (رض) بعضې وايي چې، دحضرت علی (رض) د تورې ښکار سو.
عبدشمس: هم د خالد (رض) ورور او نوموړی هم په کفر کې ژوند کړی و او بیا مړ سوى. 

عماره: د قریشو خورا ښکلی ځوان و؛ چې یو وخت د قریشو لخوا نجاشي پاچا ته دَ سفیر په حیث لېږدول سوى و، نو معلومېږي چې، په قریشو کې دَ ښه نوم خاوند و.

وليد بن وليد بن مغیره: د هاشم او خالد (رض) څخه مخکې مسلمان سوى و.

هشام: هم مسلمان وو او په اسلام کې وفات سوى وو.

همدارنګه خویندې یې فاطمه چې، د مکې دفتحې په ورځ مسلمانه سوه او د حارث بن هشام مخزومي مېرمن وه. بله خور يې فاخته د خالد (رض) د مسلمانېدو څخه یوه میاشت مخکې مسلمانه  سوې وه او دَ صفوان بن امیه مېرمن وه.

#د_خالد_رض_مور_بي_بي

لبابه صغری عصماء بنت حارث بنت حزن؛ چې د نسب لړۍ یې قیس عیلان بن مضر ته رسېږي. تاریخ لیکونکي دَ هغې په اسلام منلو او صحابي والي کې همغږي نه دى. ابن حجر  عسقلاني په خپل کتاب (الاصابه) کې د هغې اسلام منل ریښتیا ګنلی دي او وایي چې، دَ حضرت عمر (رض) د خلافت مودې پورې ژوندۍ وه.

#د_حضرت_خالد_رض_د_اسلام_منل

خالد د اسلام سره په مقابله کې ډېرې جګړې وکړې او د ډېرو مسلمانانو وینې یې تويې کړې. مګر په دې باندې پوه سو چې، ده په دې جګړو کې هېڅ ګټه لاس ته را نه وړه. په هغه زړه کې چې، دلات منات عزا او هبل مینه پرته وه، اوس دا مینه په سخته کرکه بدله سوې ده، د خپل دین دودونو څخه یې کرکه پېداسوه، خپله توره به یې وخت په وخت له تیکي نه راویستله او ویل به يې: کاش چې په دې توره باندې د مسلمان وینه نه وه تویه سوې. لنډه دا چې په زړه کې يې د اسلام او د حضرت محمد (ص) مینه  پېداسوه، دې مینې دومره شدت پېداکړ چې بې اختیاره اوښکې یې پر مخ روانې سوې. څرنګه چې دَ خالد پلار ډېر شتمن سړی وه نو خالد به تل ډېرې قیمتي جامې اغوستلې، مګر پدې وخت کې یې خپلو جامو ته بېخي پام ونکړ  ځکه د اسلام دَ مینې شور یې په زړه کې ولولې جوړې کړې او په بې صبرۍ یې دَ محمد رسول الله (ص) په لور (مدینې) ته تکل وکړ. په لاره کې یې ورسره دوه ملګري عثمان بن طلحه او عمرو بن العاص هم ملګري سول. هلته په مدینه کې محمد (ص) د خپلو صحابه وو سره ناست او ویل یې چې، مکې تاسو ته د ځیګر ټوټې را استولي ده. لږ وروسته ستر جنګيالى دَ ملګرو سره مجلس ته را ورسېد. لنګوټه یې په غاړه ول ول پرته وه او په ژړا يې خپله توره د محمد عربي (ص) پښو ته وغوزوله او وې ویل: دا توره ماته کړه ځکه په دې تورې سره دَ مسلمانانو وينې تويي سوي دي. محمد رسول الله (ص) توره په خپلو سپېڅلو لاسونو پورته کړه او وې ویل: خالده! دا توره څنګه ماته کړم، دکومې تورې په څوکه کې چې داسلامي تاریخ او مسلمانانو د بریاوو رازونه او داستانونه پټ دي. خالده توره تر ملاکړه او لنګوټه يې پر سر کړه، خدای (ج) به ستا ټول مخکیني ګناهونه معاف کړي. هاغه وه چې، ستر اتل الخالد بن وليد توره تر ملا او لنګوټه په سر کړه او خپل لاس يې محمد (ص) ته د بیعت لپاره وړاندې کړ ، محمد (ص) هم په ډېره مینه د هغه لاس ونیو، دَ توحید کلمه یې ورته وویله، بيا یې دوه ملګرو هم ایمان راوړ، هماغه وو چې ستر رسول حضرت محمد (ص) ورته د سیف الله لقب هم ورکړ.

#د_خالد_رض_پوهه_او_نظامي_کارنامې

د خالد (رض) داسلام راوړلو څخه وروسته دَ کفر په خلاف خپله توره له تیکي څخه را بهر کړه، په نړۍ کې يې د یوې اسلامي امپراتورۍ لپاره لاره هواره کړه، هغه دَ خپلې بې ساري مینې له امله چې اسلام او جهاد سره یې درلوده خپله توره په ډېره مېړانې سره وچلوله. خالد داسې یو پوځي سپه سالار او د دښمن په وړاندې تکړه نقشه جوړوونکی وو چې، په ډېرو لږو مجـ.اهدینو به یې د نړۍ لېرې لېرې څنډو ته سفرونه کول او دَ دښمن لوى لښکرونه به یې پرې ماتول. د نړۍ په خاوره باندې لوی لوی فاتحان تیر سوي دي لکه: سکندراعظم، چنګیز، هلاکو، ناپلیون او داسې نور مګر یوازینی ستر اتل خالد دی چې هيڅکله یې هم د ماتې ږغ نه دى راوړی او په هېڅ ډګر کې یې ماته نه ده خوړلې. وجه دا وه چې، هغه ته محمد (ص) د سیف الله (دخدای ج توره) لقب ورکړ، نو ښکاره ده چې، دالله ج توره په هېڅ ډګر کې نه مغلوبېږي. 

#هغه_جګړې_چې_خالد_بن_ولید_رض_پکښي_ګډون_کړى:

خالد (رض) د اسلام منلو څخه وروسته د کفارو په خلاف توره را ویستله او سخت جنګونه یې د دښمنانو سره پیل کړه. دَ هغه تل بری به برخه سوى دى، او هيڅکله یې هم ماته نده خوړلې. خالد (رض) ډېر جنګونه کړي دي او خورا ډېرې اوږدې کېسې یې دي دلته به د نمونې په ډول یوه څه درته راواخلم او د پاتو نورو جنګونو او نظامي خوځښتونو یوازي نومونه يې ليکم.

#موته_غزا:

موته په شام کې یو کوچنى کلی دی، په دې جنګ کې خالد (رض) د یوه عام عسکر په څېر کډون کړی وو ځکه دا دَ هغه په جهاد کې لومړی ځل وو، په دې جنګ کې دَ مسلمانانو شمېر درې زره کسان وو او د کفارو شمېر سل زره کسانو ته رسېدى. نو په دې اساس د مجـ.اهدینو روحیه کمزورې کېږي، کله چې خالد په دې حال پوه سو نو د مجـ.اهدینو د روحيې د پیاوړتیا لپاره یې وینا وکړه او ورپسې عبدالله بن رواحه (رض) وینا وکړه؛ چې پدې سره دَ مسلمانانو وینه په جوش راغله. بیا وروسته خالد (رض) دجګړې مشري په غاړه اخلي او د یوې نخښي په جوړولو سره د دښمن سل زره پوځ ماتوي او خپله هم هر طرف ته د زمري په څېر په دښمن یرغل کوي چې خپله وايي (د موته د جګړې په ورځ زما په لاس کې نهه تورې ماتې سوې) چې سوبه د مسلمانانو په برخه کېږي.

#د_مکې_فتح:

دهجرت په اتم کال د جمعې په ورځ یویشتم د روژې مکه د مسلمانانو په لاس فتح سوه چې پدې فتح کې خالد (رض) ستره ونډه اخیسته ده.

#د_جذیمې_قبیلې_په_لور_د_خالد_خوځښت:

د مکې د فتحې څخه وروسته حضرت محمد (ص) خالد (رض) د درې سوه انصارو او مهاجرو او بنو سلیم سره د جذیمې په لور ولېږه او جذیمه د هماغه قبیلې مشر یې وواژه.

#د_حنین_جګړه:

پدې جګړه کې خالد (رض) د بنو اسد د سلو سپرو مشر وو چې هغه پدې جګړه کې هم خپله وړتیا وښودله او په بدن باندې ډېر زیات ټپونه خوړلي وه چې بیا دَ حضرت محمد (ص) په دعا سره جوړ سو.

#د_طایف_دقلعې_فتح:

خالد (رض) د طایف په قلعه د زرو سرتیرو سره یرغل وکړ او په ډېره هوښیارۍ او زړورتیا سره یې قلعه محاصره او فتح کړه.

#دبنو_مصطلق_په_لور_خوځښت:

دا قبیله بې له جګړې خپله مسلمانه سوه او د زکات مال یې خالد (رض) ته ورکړ. 😁

#دتبوک_جګړه:

دا جګړه د محمد (ص) وروستۍ جګړه وه چې، دمسلمانانو  شمېر څلویښت زره چې لس زره یې سپاره وه. چې کفار په دې جګړه کې د مسلمانانو د مېړانې نه وویرېدل او په شا وتښتېدل. 

دبني اسد سرکوبي، په بني حارث یرغل

همدارنګه خالد (رض) د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په خلافت کې هم فتوحات کړي دي چې په لنډه توګه یې یادونه کوو.

#دطلیحه_سره_جګړه:

هغه کس چې د نبوت دعوه یې کړې وه. خالد (رض) هغه او ملګرو سره یې ډېره سخت جنګونه وکړه، باالآخره طلیحه د حضرت عمر(رض) په وخت کې مسلمان سو او داسلامي لښکرو سره يوځاي سو. 

#سلمان_بنت_مالک_سره_جګړه:

دا یوه مشرکه ښځه وه او ډېره ښایسته هم وه چې کفارو به  ګرسره ځانونه ورباندي قربانول. هغه د سلو ساتونکو ترمنځ موجوده وه چې خالد (رض) د بريښنا په څېر ځان ور ورساوه او په يوه وار سره يې د مرګ غېږې ته ولېږله. 😄

#سجاح_بنت_الحارث_سره_جګړه:

دا ډېره فصیحه او بلیغه ښځه وه په خپلو جادويي خبرو یې مشرکان په ځان را ټول کړي وه، دَ خالد سره په جنګو کې یې نفر ووژل سول او خپله هم وتښتېده چې بیا د معاویه رض په وخت کې کوفې ته راغله او مسلمانه  سوه. 😒

خالد (رض) په ژوند کې تر سلو زيات جنګونه کړي دي،  نور به د موضوع د نه اوږدېدو لپاره د پاته سويو جنګونو او یرغلونو یوازې نومونه واخلو:

دمالک بن نویره وژل، مسیلمه کذاب سره جګړه، په بحرین باندې پوځي یرغل، په عراق پوځي یرغل، دایران سره لومړۍ جګړه، دبصرې په لور پرمختګ، د ثنی یا نهر جګړه، د ولجه جګړه، دالیس جګړه، دحیده په لور پرمختګ، د انبار او عین التمر فتح، په دومه الجندل یرغل، دخنافس او حصیده جګړه، د مصیح فتح، دفراض جګړه، د شام  دهېوادونو فتحې، دبصرې جګړه، د دمشق په لور پرمختګ، دکلوص سره مقابله، دبیت لهیا جګړه، دشحورا جګړه، دپطرس ټکول، داجنادین جګړه، د دمشق فتح، دمرج الدیباج جګړه، دحصن ابی القدس جګړه، دحمص په لور روانېدل، په یرموک یرغل، په اردن جګړه، د بیت المقدس فتح، دحلب نیول، انطاکیه نیول، د سرحدي سیمو نیول، مرج القبایل سره جګړه.

دحضرت خالد (رض) وفات:

دشام د فتحې څخه وروسته حضرت عمر (رض) د نورو فتوحاتو د بندولو امر وکړ او د فتح سويو سیمو د انتظام جوړولو امر یې وکړ. او والیان یې وټاکل نو پدې اساس خالد (رض) د قنسرین والي وټاکل سو. څرنګه چې خالد (رض) تل د اس په سر او د تورو دشرنګهار سره ژوند تېرکړی وه نو د ولایت ژوند ورته خوند ورنکړ  هماغه وه چې، څو میاشتې وروسته یې استعفا ورکړه او د مدینې په لور روان سو. خالد (رض) د ډېرو سترو او با ایمانه جنرالانو څخه شمېرل کېدى چې، هېڅکله یې هم ماته نه وه خوړلې. هغه دَ مرګ په وخت کې ډېر افسوس کوي چې کاش د شهـ.ادت مرګ مې په نصیب سوی واي، همدا هیله یې په زړه کې وه او ددې نړۍ څخه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې. د مرګ څخه وروسته د هغه زمري ټوله سرمایه ولټول سوه یوازې یو آس او د څو وسلو څخه بل څه پيدا نه سوه. 

- روح دې ښاد وي... 🌸 

#Bashir_Ali_Khan

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 11 months ago
Recommended Articles