To start downloading books

Please sign in or create an account.

په خوځښتونو کې ځواک کتاب لنډیز

په خوځښتونو کې ځواک کتاب لنډیز

په خوځښتونو کې ځواک- ټولنیز خوځښتونه ،او لانجمن سیاست
لیکوال:سیډني جي ټارو
معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال
واشنګټن ډي سي- امریکا
د ۲۰۲۳ کال د اګست دوویشتمه

دا کتاب د لویدیځې نړۍ د معاصرو ټولنیزو خوځښتونو تاریخ او د جګړو، استعمار او نفوذ له لارې په وروسته پاتې نړۍ کې د دغه تحریکونو اغېزې مطالعه کوي، او پدغه اړه یوه داسې  تیوري، چې د ټولنیزو خوځښتونو دوراني رامنځته کېدل او د هغوي زوال  په اړه بحث کوي، هم وړاندې کوي.
کتاب چې د لانجمن سیاست او ټولنیزو تحریکونو په پېژاندګلوي او بحث پېلېږي،دمعاصرو ټولنیزو خوځښتونو په رامنځته کېدو، په خوځښتونو کې د ځواک، او د لانجمن سیاست ابعاد درې عمومي برخي لري.

 د امریکا او فرانسې له اوښتونونو څخه د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته ، او تر نن پورې د ټولنیزو تحریکونو مبهم خو په ورته وخت کې حقیقي ځواک په اړه بحث کوي. پدې کتاب کې ټارو د ټولنیزو خوځښتونو د رامنځته کېدو، د دولت او د سیاسي اقتصاد سره د دغو تحریکونو اړیکه،د مخالفینو او متحدینو سره د تحریکونو چلند، او په ملي او نړیواله کچه د دغو تحریکونو د ضعف او قوت پر نقطو بحث کوي.

لانجمن سیاست، دې کتاب کې د یو داسې مفهوم، چې         
      ټولې هغه کړنې، چې له لابي کولو، مروجه حقوقي لارو چارو، او عامه اړیکو څخه د باندې رامنځته کېږي، په توګه معرفي شویدی. ټولنیز تحریکونه د لانجمن سیاست یوه مهمه برخه ده. خو د  عادي ښاریانو د رضا کارو سازمانونو، او ان د سیاسي ګوندونو لخوا د واکمنو ننګول هم د لانجمن سیاست  تر عنوان لاندې مطالعه کېږي.
ولې  د حکومتونو او رژیمونو له اړخه د زور زیاتي او استبداد سره سره بېا هم خلک پر خپله ویره برلاسی مومي، او په تش لاس د حکومتونو ننګونو ته را وړاندې کېږي؟دا هغه پوښتنه ده، چې د لانجمن سیاست پوهان ورته له ډېر وخت راپدېخوا د ځواب موندلو هڅه کوي.دې پوښتنې ته د ټولیز اقدام تیوري
Collective Action Theory
په رڼا کې د دې کتاب لیکوال د ځواب موندلو هڅه کړېده. جي ټارو  په ټوله کې د دې تیورۍ په اړه دوه لید لوري وړاندي کړيدي. لومړی لید لوری د مارکس، لینن، د ګرامسکي او ټیلي  دی. لومړی لید لوري طبقه یا کلاس د ټولیز تحریک لامل او محرک ګڼي. خلک هغه وخت په ټولیز تحریک کې ښکېلېږي، کله چې د دوي طبقه د دوي د مخالف سره په بشپړه مخالفت کې واقع شي. لینن د خپل وخت حالاتو ته په کتلو سره استدلال کړی، چې کارګره طبقه د خپل حقونو د ترلاسه کولو لپاره د فعالیدو لپاره یوې هڅونی ته اړتېا لري. پدې ډول  لینن دغه تیوري ته د کارګرانو لپاره د سازمان د موجودیت اړتېا ور اضافه کړې. ګرامسکي هم په لومړي سر کې  د مارکس پر پل پل کېښود او د ټولیز اقدام  نظریې ته یې د ګډ شعور عنصر ور اضافه کړ. وروسته نوموړي د دولت جوړښت او د دولت سټراټيژيکي غوښتنو ته پام واړولو. 
بلخوا، معاصرو پوهانو پرته لدې چې د مارکس تیوري ته پام وکړي، د سیستم څخه د خلکو نا رضایتي، مشرتابه او سازمان، د یو خوځښت د غړو تر منځ تفاهم، او سیاسي فرصتونو او محدودیتونو کې تغییر د ټولیزو تحریکونو د رامنځته کېدو د لاملونو په توګه وړاندې کړيدي.دویم لید لوری کې د ټولنیز تحریک په رامنځته کېدو کې د طبقې سره د تړوا اړتېا منتفي شویده.
د دې کتاب لیکوال له نظره په ولسي سیاسي فرصتونو او محدودیتونو کې تغییر په ټولیز اقدام کې ښکېل خلکو لپاره خپلو هڅو ته د دوام لپاره په یوه هڅونه بدلیږي.
دې کتاب د ټولیزو تحریکونو په پرمختګ او پراخېدو کې د چاپ، سازمان، پانګوالۍ(کاپیټالیزم) او د دولتونو د منسجم کېدو پر رول هم بحث کړی. لیکوال استدلال کوي، چې یادو فکتورنو سیمه ییز تحریکونه په ملي او بین المللی خوځښتونو بدل کړل. 
د کتاب لیکوال په ټولنیزو خوځښتونو کې د خلکو د جذبولو لپاره د پیغام پر رسولو هم بحث کړی. پدې اړه جي ټارو لانجمن سیاست معرفي کول د خوځښت لپاره د پېژاندګلوۍ رامنځته کول،  او دا چې څه ډول خوځښتونه د خلکو احساسات جوړوي، د هغو دریو عناصرو په توګه، چې ټولیز خوځښتونه ور څخه ګټه اخلي، په توګه یاد کړيدي.
په معاصر وخت کې موږ ګورو چې واړه خوځښتونه په ملي او ځنی وخت په نړیوالو خوځښتونو بدلیږي، یا د دې برعکس نړیوال خوځښتونه په ملي خوځښتونو بدلیږي. د کتاب له مخې، نړیوال خوځښتونه کورنۍ رېښې لري او د بېلا بېلو ملي لاملونو له امله رامنځته کېږي. 
دیو ټولنیز تحریک د بریالی کېدو لپاره څه باید وشي؟ دا هغه بله پوښتنه ده، چې د کتاب لیکوال ورته د ځواب ویلو هڅه کړیده.په یو لړ ځانګړي وختونو کې د ټولنیزو خوځښتونو د بریا چانس لوړ وي. د بېلګې په توګه هغه هیوادونه چې ټاکنې پکې کېږي، هلته ښايي د ټاکنو پر مهال سیاسي ګوندونه د خوځښتونو غوښتونو ته یو څه سر ټیټ کړي.  سیاسي فرصت د خوځښتونو د بریا په لار کې یو مهم فکتور دی. خو  لیکوال استدلال کوي، چې یواځې سیاسي جوړښت نه، بلکې د مبارزینو سټراټيژیاني د دوي موخې او بریاوې ټاکي.
د دولتونو لخوا د ټولنیزو تحریکونو د ځپلو د وړتېا زېاتېدلو د ټولنیزو خوځښتونو د ځپلو په اړه اندېښنې زیزولي، خو د دې کتاب لیکوال د ټولنیزو خوځښتونو د پايښت او دوام په اړه مطمین ښکاري.

Related Articles

د نظر له ورکولو وېره داسې ختمه کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خبرې کول او نظر ورکول زموږ د ژوند خورا مهم اړخ تشکليوي. ناپلیون بوناپارټ د کلمو (خبرو) د ارزښت په اړه وايي: "موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو." په هر حال؛ کله چې تاسو و نه شئ کولای خپل نظریات، هیلې او غوښتنې نورو ته واورئ؛ نو څه فکر کوئ ترلاسه کول به یې سخته نه وي؟ هو! ډېره سخته به وي. کوشش وکړئ د خپلو افکارو، نظریاتو او...

اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې...

وېښتانو توېدل

د وېښتانو توېدل: د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...