زنا حد ثبوت

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 10, 2024
1 year ago
1,235 views
زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!
عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.
۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.
۲: اقرار.
۳: د حمل څرګندیدل.
تزکیه دولونه 
۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی تزکیه غوښتل شوي ترسره کیږي.
۲: پټه تزکیه: چې دا د یو کاغذ په مخ باندي ترسره کیږي.
شاهدانو شرایط:
۱: عقل.
۲: بلوغ
۳: د شاهدانو شمیر.
۴: د شاهدانو عدالت.
۵: اسلام.
۶: تصریح.
۷: مجلس اتحاد.
۸: مشهود اتحاد.
۹: ذکوریت.
۱۰: معاینه.
۱۱: اصالت: 
۱۲: د ګونګي شهادت نه قبلیږي.
۱۳: تقادم ( عدم مرور زمان) 
۱۴: مشهود علیه به د زنا کولو قدرت ولری.
۱۵: شاهدان به د شهادت ورکولو په وخت کې اهلیت بقا ولري.
۲: اقرار:
سوال سوځله اقرار ویلو باندی حد ثابت کیږی.
جواب: پدي کې د علماء اختلاف دی او هره ډله ورته دلایل لري خو غوره نظر دادي چي څلور ځله اقرار باید وشي

سوال: له اقرار څخه رجوع: 
جواب: علماء اختلاف دي که چیرته یو سړی د قاضي په مخ کي اقرار وکړی خو د حد د تطبیق څخه مخکی یا د د تطبیق په وخت کې یاد حکم په وخت کې یا د حکم نه وروسته له خپل اقرار نه رجوع وکړي امام ابوحنیفه امام شافعی امام احمد وایی چي ددغه سړی رجوع قبلیږی.
د اقرار شرایط:
۱: عقل.
۲: بلوغ.
۳: اختیار.
۴: اقرار به څلور ځله وی.
۵: اقرار مجلس به مختلف وی.
۶: اقرار کوونکی به په هوش وي.
۷: اقرار کوونکی به د زنا کولو قدرت ولري.
۸: اقرار به د قاضی په مخ کې وي.
۳: د حمل څرګندیدل.
احنافو ،امام شافعی،امام احمد رح فرمایي چې په مجرد باندي د حمل څرګندیدلو باندي حد نه ثابت کیږي ترڅو شاهدان شاهدي ونه وایی یا دا چې اقرار کوونکی اقرار ونه کړی.
دلیل یی
ادروءالحدود بالشبهاة.
حدیث: حضرت علی رض ته یوه ښځه راوستل شو،نو ورته یی وویل چې پرتا جبر شوی،هغې وویل نه،حضرت علی رض ورته وویل ،شاید څوک په خوب کې درته راغلی وي،هغي ښځې وویل زما خوب روند دی او شاید کیدای شي څوک راته په خوب کې راغلی وي، حضرت علی  رض ددی ښځې دغه ادعا قبوله کړه او حد یي پري تطبیق نه کړ.
امام مالک او یاران یی وایی که چیرته دښخې میړه ثابت نه وي او اکراه پری شوی هم نه وی د حمل پر اساس حد پري ثابت کیږي او پر ښځه باندي هغه وخت نه ثابت کیږي چې د میړه ادعا وکړي او هغه ثابته کړي یا داچې د اکراه ادعا وکړي او هغه ثابته کړي یعنی قراین او علایم باید معلوم وی
دلیل حضرت عمر رض فرمایی:  په نرانو او ښځو چې محصن وي رجم واجب دی،او په هغه صورت کې چې شاهدان ،حمل او یا اقرار موجود وي.
سوال پیداکیږي چې:  د واده په شپږمه میاشت د ښځي ماشوم تولد شي حد پري تطبیق کیږی او ګنه؟
ځواب: حد پري نه تطبیق کیږي.
حضرت علي فرمایی چې په قران کریم کې الله ج فرمایلي وحمله وفصاله ثلاثون شهرأ.
ژباړه: د حمل موده او ماشوم ته د شیدو ورکولو موده دیرش میاشتي دي 
دلیل:  بقرې سورت۲۳۳ ایات: مورګانې باید خپلو ماشوانو ته پوره دوکاله شیدي ورکړي او دا دهغې کسانو لپاره چې غواړي د رضاع موده پوره کړي.
نو ددی ایات په تعقیب ویلای شو چې شپږ میاشتی د حمل موده او دوکاله یعنی ۲۴ میاشتي د شیدو موده شوه چې مجموعآ ۳۰ میاشتي رازي.

Related Articles

May 30, 2022
1,656 views

خوښی د غم په تیږه

#خوښي_د_غم_په_تيږه ښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!! د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin) په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن...

Jan 11, 2021
2,702 views

څنګه غوره اقتصادي فیصلې وکړو؟

پیسې ډېر خلک اندېښمنوي. د بي بي سي مختلفو پروګرامونو کې له مختلو کسانو سره خبر شوې چې تل د مالي پرېکړو پر مهال اندېښمن وي. دوی ډېرې پوښتنې لري. کله چې بانکي ګټه کمه وي، نو له ځان پوښتي په بچت څه وکړي.دا مهال د استوګنځي اخیستلو غوره وخت دی؟ د پور بیه...

Jul 09, 2021
3,708 views

د قربانۍ اړوند مسايل

اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.   یادونه: په څارویو کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...