To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

"کاریزما" یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي. 
 موږ په خپلې کورنۍ، ټولنې، پوهنتون، دفتر او ګڼو نورو ځايونو کې داسې شخصیتونه پېژنو. دا چې څنګه موږ هم د هغوی په څېر نور تر خپل تأثیر لاندې راولو او محبوبيت پيدا کړو، په دې لیکنه کې به پرې پوه شئ.

 د کاریزماتيک شخص ځانګړتياوې

که تاسو هم غواړئ، چې کاريزماتيک اشخاص شئ نو لاندې ذکر شوي ځانګړتياوې په بشپړ غور ولولئ او پر خپل ځان يې هم تطبيق کړئ.

 ۱. پر ځان باور 
 کاریزماتيک اشخاص تل پر ځان باور لري. له هېڅ سخت کار څخه نه په شاه کېږي خو دا باید ووايو، چې هېڅکله بې فکره اقدام نه کوي. تل هڅه کوي چې د خپل اقدام لپاره دلایل ولټوي او پوه شي، چې دغه کار یې په ګټه دی او که نه. دا چې پر ځان باور د بریا لپاره د لومړني شرط په توګه پېژندل کېږي نو ځکه خو دا  ډول اشخاص په خپل کورني او کاري ژوند کې تل خوښ او بریالي وي.

 ۲. آرام چلند
 له نورو سره په اړيکو او چلند کې خورا آرام وي. تل په سړه سينه ځواب ورکوي. همدارنګه احساسات تر خپلې ولکې لاندې ساتي. کاریزماتيک اشخاص پوهېږي، چې آرام چلند تر هر څه ډېر ددوی په ګټه دی. دوی وايي: آرامې اوبه په غره کې لارې باسي. رښتيا هم همداسې ده. په هر کار په زور نه کېږي، خو اکثره کارونه په آرامه کولای شو. له نورو سره آرام چلند دې ډول اشخاصو ته ځانګړی محبوبیت ورکړی.

 ۳. ښه اورېدونکی
 ښه اورېدونکي د هر چا خوښېږي او هر څوک ورته د زړه خبرې کوي. کاریزماتیک اشخاص ډېر اوري او لږ وايي. همدارنګه کله چې تاسو ورته غږېږئ په ډېر ځير سره ستاسو خبرې اوري. تاسو ته دا احساس درکوي، چې ستاسو خبرې ورته د اهمیت وړ دي. همدارنګه دا ډول اشخاص په کاري چاپېریال کې د کار د ښه والي په موخه د خپلو همکارانو مشورو ته اهميت ورکوي.

 ۴. همېشنۍ مسکا
 د کاریزماتيک اشخاصو د محبوبیت بل سبب د هغوی خندانه څېرې دي. دوی تل مُسک وي. که غږېږي، که غلي وي او یا کوم بل حالت کې وي همېشه یې تندی یې ورین وي. ددوی په لوري کتل انسان ته ډاډ او آرامښت وربښي. 

 ۵. د خلکو نومونه
 موږ او تاسو تر ډېره د هغو خلکو نومونه نه یادوو، چې لږ ورسره مخ کېږو. مګر کاریزماتيک اشخاص دې ټکي ته خاص اهميت ورکوي. هغوی تل کوښښ کوي، چې د خلکو نومونه یاد کړي. آن د داسې خلکو نوم هم پوښتي چې پوهېږي نور ورسره نه مخ کېږي.

 ۶. بخښنه 
 کاریزماتيک اشخاص هېڅکله د غچ اخیستلو فکر نه لري. که تاسو هر څومره بد وکړئ په بدل کې یې بد نه کوي. بخښنه کول یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده، چې دا ډول اشخاص یې لري.

Related Articles

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ شو. روباټ د ډيزاين، ساختماني او عملیاتي برخو کې کارول کیږي. روباټ یعنې څه؟د robotic کليمه چې د Asim...

د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي. روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی ته په کار ده، چې په خپل غذايي رژيم کې چهارمغزو ته ځانګړی ځای ورکړي. رويټرز خبرې آژانس د امریکا متحد...

پښتو ژبه او املا

*بسم االله الرحمن الرحیم* *پښتو ژبه او املا*ليک      رفيق الوت”دا زما د واټسپ د لارې په املا څو خورې ورې خبرې دې چې يې دلته تاسو سره شريکوم“ ژبه په دوه ۲ قسمه ده چې يوې ته په انګريزۍ کښې لېنګوېج language او بلې ته ټنګ tongue وئېلے شي ـ ۱  ټنګ هغه دے کوم چې په خلې کښې دننه  کومه د غوښې ټوکړه ده هغې ته وئيلے کېږي چې انسان پرې خوراک هم کولے شي او خب...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...