To start downloading books

Please sign in or create an account.

آیلیټس "IELTS" څه ډول ازموینه ده؟

آیلیټس "IELTS" څه ډول ازموینه ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

آيلیټس "IELTS" چې دInternational English" Language Testing"  لنډ مخفف دی، د انګلېسي ژبې یوه نړېواله او معیاري ازموینه ده. دا هغو کسانو لپاره مهمه ده، چې له هېواده بهر د مهاجرت، زده کړې او دندې هيله لري.
 په لومړيو کې ددې ازموينې ساحه ډېره محدوده وه او کمو خلکو به دغه ازموينه ورکوله. خو په "۱۹۸۹م" کال کې د "IDP" موسسې له یو ځای کېدو سره دغې ازموينې نړېوال حیثیت ترلاسه کړ.
 دا د انګلېسي ژبې د ټولو مهارتونو د ارزیابۍ یوه سیستماتيکه او هدفمنده ازموينه ده، چې د کاميابۍ په صورت کې تاسو ته له هېواده بهر د زده کړو، دندې او مهاجرت چانس درکوي.
 په نړېواله سطحه د دندو او سکالرشيپونو لپاره یوه اړتيا د آيليټس ازموينې د کاميابۍ سند وي. که تاسو هم غواړئ، چې بورس ترلاسه کړئ او یا هم له هېواده بهر دنده ترسره کړئ نو کوښښ وکړئ دغه ازموينه ورکړئ او له همدې لارې ځانته لا ډېر چانسونه پيدا کړئ، چې له هېواده بهر په معتبرو نړېوالو پوهنتونونو کې زده کړې وکړئ. 
 ددې ازموينې سوالونو جوړول هم د یوه کس کار نه دی. په دې کې یو ډله پوهان شامل دي، چې له ارواپوهانو، ټولنپوهانو، ژبپوهانو او ارزیابي کوونکو څخه يو يا څو تنه دخيل وي. دوی په ګډه، د دې ازموينې یوه منظمه او مکلمله پوښتنپاڼه جوړوي.

د ازموينې جوړښت

د آیلیټس ازموينه په دوو مرحلو کې اخيستل کېږي. لومړۍ یې تحریري او دویمه مرحله یې بیا تقریري وي. دواړه مرحلې په بېلابېلو ورځو کې ترسره کېږي. ددې ازموينې وخت ۲ ساعته او ۴۴ دقیقې دی. چې په دوو برخو وېشل کېږي. د کتبي ازموينې وخت ۲ ساعته او ۳۰ دقیقې وي، چې په دې مرحله کې ستاسو د اورېدلو، لوستلو او لیکلو مهارتونه ارزیابي کېږي. د تقریري ازموينې وخت ۱۴ دقیقې دی، چې د کتبي ازموينې په سبا اخیستل کېږي. په دې مرحله یوازې ستاسو د خبرو کولو (سپېکينګ) مهارت ارزیابي کېږي.

آيلیټس کومو هېوادونو ته د منلو وړ دی؟

آیليټس تقریبا اروپايي ازموينه ګڼل کېږي، چې مرکز یې د انګلستان هېواد دی. همدارنګه په امریکا کې هغه پوهنتونونه، چې د ټافل ازموینې نتایج مني د آيلېټس یې هم مني. همدارنګه په ګڼو نورو هېوادونو لکه: استرالیا، کاناډا، نيوزلینډ او آيرلینډ کې هم په رسميت پېژندل کېږي.
 د آيليټس ازموینې لپاره کوښښ وکړئ، چې بريټيش انګلش زده کړئ. ځکه چې ددې ازموينې څارنه درې بریتانوي مراکز کوي، چې عبارت دي له: د کمبريج پوهنتون د ازموينو واحد، زده کړيز سازمان او د بریتانيا د ازموينو مرکز.  

د آيلیټس ازموينې ډولونه

آيلیټس په دوو عمده برخو وېشل کېږي. لومړی یې عمومي (General) او دویم یې علمي (Academic) آیلیټس دی. په ټوله کې د دواړو ترمنځ توپير بېخي لږ دی. په دواړو ډولونو کې د اورېدلو (لیسنينګ) او خبرې کولو (سپيکينګ) پوښتنې يو ډول وي. خو د لوستلو او لیکلو په برخه کې يو څه جزوي توپيرونه لري.
 د اورېدلو برخه کې ۴۰ پوښتنې وي، چې باید ۳۰ دقیقو کې ځواب شي. په دې برخه کې به له دوو یا زیاتو کسانو سره پر اجتماعي مسايلو بحث لرئ. 
 د لوستلو په برخه کې هم ۴۰ پوښتنې وي، چې وخت یې یو ساعت دی. ددې برخې متون له ورځپاڼو او مجلو اخيستل شوې وي. په دې برخه کې د عمومي او علمي آيلیټس توپير یوازې د متونو په پېچلتيا کې وي.
 د لیکلو په برخه کې تاسو ته دوه موضوعات د پوښنې په شکل درکول کېږي. ددې برخې لپاره تاسو ۶۰ دقیقې وخت لرئ ترڅو موضوع په مستدللو خبرو شرحه کړئ. همدارنګه وروستۍ برخه یې د خبرو کولو (سپېکينګ) ده، چې له ۱۱ نيولې تر ۱۴ دقیقو وخت لري. 

نوملیکنه

متقاضيان کولای شي، چې د ielts.org ویبایسټ له لارې نوملیکنه وکړي. د نوملیکنې په فورم کې به د نورو معلوماتو ترڅنګ خپل نوم او د ازموينې د ورکړې مرکز هم ټاکي. د معلوماتو له بشپړېدو وروسته باید خپل فیس هم ورکړي. 

د ازموينې لګښت

د آيليټس ازموينې د مختلفو مراکزو نرخونه لږ څه توپير لري. له ۲۰۱۵ څخه تر اوسه ددې ازموينې متوسط نرخ تقریبا ۲۴۰ ډالره دی. دغه قیمت ثابت نه وي، ځينو ځايونو کې یې قیمت لوړ او ځينو نورو کې لږ وي.

د پايلو اعلان

په ۱۴۰ هېوادونو کې تر ۱۲۰۰۰ څخه په ډېرو مراکزو کې ددې ازموينې له اخيستل کېدو ۱۴ ورځې وروسته یې پایلې اعلانېږي. ددې ازموينې نتيجه په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۰ زره سازمانانو ته د اعتبار وړ دی. ددې ازموينه نتيجه تر دوو کلونو د اعتبار وړ ده او له دې ټاکلې مودې وروسته تاسو اړ یئ، چې بله ازموينه ورکړئ. 
 که په خپلو نمرو اعتراض لرئ کولای شئ د ځینو برخو پر نمرو او يا هم پر ټولې پايلې د بیا کتنې غوښتنه وکړئ. د بیا کتنې مرحله له ۵ نيولې تر ۸ اونيو په بر کې نيسي. خو دا مه هېروئ چې د بیا کتنې لپاره هم اړ یئ، چې پیسې ورکړئ. که ستاسو دعوه پر ځای وه نو ستاسو پیسې بېرته درکول کېږي، خو که دعوه مو بېځايه ستاسو پیسې بېرته نه درکول کېږي. نو پر همدې اساس که پر خپلې پارچې ډاډه نه یئ د بیا کتنې غوښتنه مه کوئ.

Related Articles

اوسپنیزکانکریټي کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست.

د اوسپنیزکانکریټي (RCC)  کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of  RCC Workکله چې د اوسپنیزکانکریټو کارونو د کیفیت کنترول  له کانکریټ اچولو وړاندې چک کوو ،غوره داده چې دچک کولو لپاره یو لست له ځانه سره ولرو کوم چې باید چک او کنترول شي ،ځکه هغه وخت  مونږ ته یاد نه وي څه چک کړو .دا لست په لاندې ډول .1. د کانکریټو کار وړتیا...

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان) رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده...

ساحی انجینر ته اړین ټکی

هغه ترټولو اړین ټکي چې د ساحې انجینریې باید پام کې یې ونیسي . 1. هغه سیخان چې قطر یې له 36mm زیات وي پیوند کولو اجازه یې نشته .2. د نښلونکی یا ډاول سیخ قطر باید لږترلږه 12mm وي .3. په تهداب کې د کانکریټو په هر مترمکعب د سیخانو اندازه 56 kg څخه تر 89kg پورې وي 4. په پایو کې د کانکریټو په مترمکعب کې د سیخانو اندازه 115kg تر 144kg پور وي او د سیخانو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...