To start downloading books

Please sign in or create an account.

 توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

 توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

ژباړه - رياض مقامزی

توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا ځيګر تر اغېزې لاندې راولي؛ دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده.
 یوازې په "۲۰۱۵م" کال کې شاوخوا "۱،۸" میلیونه وګړو د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او همدارنګه "۱۰،۰۴" میلیونه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شوي وو. ددې ناروغۍ د قوي خطر له امله مو وغوښتل چې په دې لیکنه کې د همدې موضوع په اړه مفصلې خبرې درته ولرو.

سل ناروغي

په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز ناروغۍ پېښې په بې ساري توګه ډېرې شوې. په هغه وخت کې ددې ناروغۍ د درملنې او واکسین څرکونه نه لیدل کېدل نو ځکه خو يې ډېر وګړي ووژل. وروسته د روغتياپالانو پرله پسې هڅو نتیجه ورکړه. د توبرکلوز د درملنې په لارور چارو پوه شول او دا ناروغي یې کنټرول کړه.
 ملګرو ملتوتو وړاندوینه کړې، چې تر "۲۰۲۵م" کال پورې به دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

د توبرکلوز په اړه ځينې حقیقتونه

د روغتيا نړېوال سازمان څېړنې ښيي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې "۹" میلیونه وګړي پر سل ناروغۍ روږدي کېږي او له دې وګړو یوازې شاوخوا ۳ میلیونه تنه په روغتيايي مراکزو کې ثبت کېږي. له ۱۴ تر ۴۴ کلنۍ د ښځو د مړينې له درېيو اصلي لاملونو څخه یو هم د سل ناروغي ده.
 د سل ناروغۍ عمده نښې چې ټوخی، تبه، د شپې له خوا خوله، د وزن کمښت او ځينې نور دي، کېدای شي تر مياشتو ـ مياشتو خفیف وي. پر دې ناروغۍ اخته کس کولای شي په کال کې له ۱۰ تر ۱۵ تنو نور هغه وګړي پر دې ناروغۍ اخته کړي، چې نږدې اړيکې ورسره لري. ددې اصلي لامل دا دی، چې د سل ناروغۍ بکتریاوې د هوا له لارې له یوه شخص څخه بل ته انتقاليدای شي.

د "سل" ډولونه

د توبرکلوز ناروغي دوه عمده ډولونه لری. یو ډول یې پټ او بل یې فعال وي.
 پټ سل: په دې حالت کې باکتریاوې غیر فعال حالت لري. دغه ډول توبرکلوز هېڅ ډول علایم نه لري خو کېدای شي په فعال ډول بدل شي.
 فعال سل: دغه ډول سل فعال وي او پرې اخته ناروغ کې ښکاره علایم لیدل کېږي. دغه ډول توبرکلوز نورو ته هم انتقالېږي.
 ددې ناروغۍ د اخته کسانو له جملې د درېيو یوه برخه یې په پټ سل اخته وي. ۱۰% پټ سل د وخت په تېرېدو سره په ښکاره (فعال) توبرکلوز بدلېږي. پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ په هغو کسانو کې زیات وي، چې سیګريټ څکوي او یا هم د کمزوري دفاعي سیستم خاوندان وي.

 د توبرکلوز علتونه

د سل ناروغۍ اصلي علت د مایکوباکتریوم توبرکلوزیس باکتریا ده. پر دې ناروغۍ اخته کس کولای شي، د ټوخي، پرنجي، خندا او حتی د خبرو کولو له امله هم دغه باکتریا په هوا کې خپره کړي.
 که څه هم دغه باکتریا خپرېدونکې ده خو که هڅه وشي مخنيوی یې کېدای شي. هغوی چې له ناروغ سره نږدې اړيکې لري تر نورو ډېر په خطر کې واقع دي.
 اکثره هغه ناروغان چې تقریباً دوه اونۍ یې درملنه وشي نور نو ددې ناروغۍ د انتقال سبب نه کېږي.

هغه هېوادونه چې ددې ناروغۍ ډېری ناروغان په کې دي 

ـ افریقا؛ په ځانګړې توګه لویديځه افریقا او د افریقا د دښتې ځينې جنوبي هېوادونه هم په کې شاملېږي.
 ـ په دویم مقام کې افغانستان ددې ناروغۍ مرکز بلل کېږي.
 ـ د سویل ختيځې آسیا هېوادونه، چې په دوی کې د پاکستان، هندوستان، بنګلدېش او اندونیزیا نومونه یادولای شو.
 ـ چين
 ـ روسیه
 ـ شمالی امریکا
 د اقیانوس غربي هېوادونه چې ددوی له ډلې د فیلپين، کامبوج او ويتنام نومونه یادولای شو.

د توبرکلوز علایم

که څه هم پټ توبرکلوز هېڅ ډول علایم او نښې نه لري خو د فعال (ښکاره) توبرکلوز ځينې عمده علایم په دې ډول دي.
 ـ ټوخی؛ کله ناکله له بلغم او وينې سره مل وي.
 ـ تبه او لړزه
 ـ ستړيا
 ـ د وزن کمښت
 ـ د اشتها ختمېدل (خوړه ته به مو هېڅ زړه نه کېږي.)
 ـ د شپې له خوا خوله کېدل

Related Articles

از هنر های مردم ما

از هنر های مردم ما مصطفی عمرزی سرزمین ما، همان گونه که تاریخ طولانی، مردم سلحشور و مذهبی آن شهرت دارند، به خاطر داشتن کالای های مختلف سنتی، از جمله قالین و قره قل نیز مشهور می باشد. این فرآورده ها مهمترین تولیدات صادراتی کشور را نیز تشکیل می دهند. در این کنکاش برنامه ی «مستند باختر»، سراغ یکی از آن فرآورده های داخلی می رویم و خواهیم دید که سرگذشت...

معنی بعضی گرایش ها

معنی بعضی گرایش ها مصطفی عمرزی در روزگار ما، توجیه کردار و سلوک انسانی، مولفه های قانونی زیادی دارند که در کشور های دیموکراتیک، محال است زیر پا کنند. واقعیت این که چنان مجوز هایی زمینه ی تبارز هرگونه ی پنداری را فراهم می کنند، در ویژه گی های عصر ما، شاید یکی هم باعث نمایان شدن پندار هایی شوند که با توجیه حقوق بشر و مولفه های حقوقی شخصیات، به عجای...

د بايسکل په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   بايسکل یو له هغو نقليه وسایلو څخه دی، چې کولای شي په کم مصرف او لوړ روغتيايي ارزښت سره له یوه ځای څخه بل ځای ته ستاسو تګ اسانه کړي. نن د جون درېیمه ده، چې د بايسکل نړېواله ورځ بلل کېږي. په همدې مناسبت مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چې ددې نقليه وسیلې په اړه لا ډېر پوه شئ.   تاریخچه دا به ډېره سخته وي، چې مشخصه کړو د لومړي ځل لپا...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....