د کوم ډول خلکو له ملګرتیا څخه ځان وساتو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 20, 2021
5 years ago
5,060 views
د کوم ډول خلکو له ملګرتیا څخه ځان وساتو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

تاسو په خپل ژوند کې څو واقعي ملګري لرئ!؟ له څو تنو سره پېژنئ او د حال پوښتنه یې کوئ؟ ۳ زره تنه؟ ۱۲۰۰ تنه؟ ۵۰ تنه؟ که تاسو هم ددې ارقامو په منځ کې یئ، په غلطه لاره مزل کوئ. په دومره لوړ شمېر واقعي ملګري درلودل ډېر کم امکان لري. تاسو په ډېر معمولي حرکت هم له دوی بېلېدلای شئ.

زموږ موخه دا ده، که تاسو په دومره لوړ شمېر ملګري لرئ نو حتمن د ملګرو په انتخاب کې دقیق نه وئ او یا هم د ملګري او پېژندګلو په توپیر نه پوهېږئ. موږ له ډېرو خلکو سره پېژنو، مګر ډېری هغه کسان چې موږ یې پېژنو زموږ ملګري نه وي، بلکې پېژندګلو وي.

حقیقي ژوند دومره آسانه نه دی؛ د ملګرو مدیریت او پالنه هم داسې عادي کار مه ګنئ. ددې لپاره چې متضرر نه شئ او خوشحاله ژوند ولرئ نو د ملګرو په انتخاب کې باید پوره غور وکړئ.

په دې لیکنه کې به پر همدې موضوع پوه شئ، چې له کومو خلکو سره باید ملګرتيا و نه شي.

 

۱ ـ رقابت کوونکي

د ژوند شېبې له رقابتونو او هڅو پرته هېڅ وي. یعنې ټول وګړي هڅه کوي، چې له یو بل څخه مخکې شي. دا غوره خبره ده، خو تر هغه وخته، چې د بل لوري د زیان اراده په کې موجوده نه وي.

زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې له نورو سره رقابت مه کوئ، بلکې رقابت مو باید خپل حد ولري او هغه کس چې تاسو سره رقابت لری هم باید په یوه حد کې و اوسي.

له هغه کس سره ملګرتيا، چې تل غواړي له تاسو مخکې اوسي او په یو ناسالم رقابت کې قرار لرئ هېڅکله ستاسو په خیر نه ده. داسې خلک له تاسو سر د کومک په نسبت له تاسو څخه د امتیاز اخيستلو په فکر کې ډېر وي. نو پر همدې اساس دا اړيکه ستاسو په زیان ده.

 

۲ ـ بدبین او منفي فکره وګړي

هغوی چې تل د ګيلاس تشې برخې ته پام کوي، انرژي او وړتيا مو ختموي. دوی تل په ناهيلو الفاظو او جملو سره ستاسو هيلې او اميدونه هم وژني. په دې توګه تاسو له اروايي فشار سره مخ کېږئ. نو هڅه وکړئ، چې له داسې خلکو لرې اوسئ او د ملګرتیا لاس مه ورکوئ.

 

۳ ـ هغوی چې پټ کارونه کوي

په هره اړيکه کې ځينې پټې چارې او هيلې موجودې وي، مګر کله چې دا کار له حده واوړي اړيکه ترينګلې کېږي او د دواړو لورو په خیر نه ده.

ممکن دا خبره تاسو ته سمه نه وي، واضح شوي، موږ یې درته وايو. که ملګرتيا رښتينې وي، نو ولې باید پټ کارونه ترسره شي؟ ملګری خو د همدې لپاره وي، چې په هر کار کې مشوره ورسره وشي. نو هغوی چې پټ ـ پټ کارونه کوي، تاسو ته صادق نه دي. خو د هغو کارونو د پټولو لپاره د اړيکې پرېکول، چې په تاسو  پورې هېڅ اړه نه لري، ناسم کار دی.

خو که تاسو پورې اړوند کار له تاسو په پټه ترسره شو، وضاحت وغواړئ او ددې کار په تکرار سره باید له مقابل لوري سره اړیکې ختمې کړئ.

 

۴ ـ هغوی چې بدې کړنې ترسره کوي

که ملګري مو تل داسې کار ته هڅوي، چې بد وي او یا هم په عامه اصطلاح "هسې چټي" کارونه وي نو له داسې خلکو لرې وګرځئ.

په دې برخه کې ډېرې خبرې راتلای شي، لکه سیګرټ څکول، له مکتب او یا له پوهنتونه پټېدل، جنګ کول او یا هم ورته نورې کړنې چې ځان او یا نورو ته په کې زیان وي.

که تاسو ددې ډول خلکو ملګرتيا ته دوام ورکړئ، لرې نه ده چې تاسو هم د هغوی په څېر بې لاري او منفور شئ. له داسې ملګرو هر څومره ژر چې کولای شئ لاس واخلئ!

 

۵ ـ غیبت کوونکي

هغوی چې تاسو ته د نورو غیبت کوي د ملګرتيا وړ نه دي. په ډېر امکان سره داسې خلک ستاسو په غیاب کې په تاسو پسې هم خبرې کوي او د نورو پر وړاندې مو بې حیثیته کوي. نو ډېر پام کوئ، چې ددې ډول خلکو ملګرتيا ته زړه ښه نه کړئ.

 

۷ ـ ځان غوښتونکي

ځينې خلک بیا یوازې او یوازې د خپل ځان په هکله فکر کوي. دغه ډول خلک آن ستاسو حق هم خوړلای شي. که داسې خلک پېژنئ ځان ترې لرې وساتئ!

 

وروستۍ خبرې!

په وروستۍ برخه کې مو لومړنۍ توصیه درته کوو، تاسو باید نورو ته خير رسوونکي اوسئ. که پر ځان باور لرئ، چې له دې ډول خلکو سره د ملګرتيا په صورت کې د هغوی دغه بد عیبونه له منځه وړلای شئ، نو دا تر ټولو غوره کار دی.

یعنې هڅه وکړئ، لومړی ددې خلکو دغه بد عادتونه اصلاح کړئ او بیا ورسره ملګرتيا وپالئ. په دې توګه به تاسو خپلې ټولنې او وګړو ته خیر رسولی وي. همدارنګه د ټولنې په اصلاح کې به مو هم ونډه اخيسته ډېره غوره وي.

Related Articles

Jun 08, 2023
1,258 views

ادب او ژورناليزم

ادب او ژورناليزم  27.05.2007  ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص...

Feb 14, 2021
4,856 views

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ "۱۴" نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. مو...

Nov 25, 2020
7,089 views

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...