To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې در په ګوته کړو.

 ۱. سم ولولئ!
 که تاسو ډېره مطالعه کوئ، خو د مطالعې په څرنګوالي غور نه کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسو خپل ارزښتناک وخت ضايع کوئ. کوښښ وکړئ سمه مطالعه وکړئ. د ښې مطالعې ګټه دا ده، چې تاسو په ډېروالي پسې نه ځئ بلکې د سمې مطالعې فکر درسره وي او کوښښ کوئ، چې ځان پوه کړئ. 
 ځينې خلک د مطالعې د وخت د غزولو په فکر کې وي، خو دې ته پام نه کوي، چې څنګه مطالعه وکړي؟ څه یې زده کړل که نه؟ 
 تاسو کوښښ مه کوئ، چې ډېره مطالعه وکړئ! بلکې هڅه وکړئ چې سمه مطالعه وکړئ. په دې معنا چې د کلماتو پر ځای په مفاهمو ځان وپوهوئ، تر څو هر چېرته وکولای شئ مفاهم په خپلو الفاظو وړاندې کړای شئ.

 ۲. د کلمو معنا
 د هغو کلمو په معنا کې ډېر دقت وکړئ، چې په لومړي ځل ورسره مخ کېږئ. که په معنا یې پوه نه شوئ، ويي پانګې (ډیکشنرۍ) ته مراجعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو د کلمې سمې معنا ته په ذهن کې ځای ورکړ او یاده معنا او مفهوم به مو هېڅکله له یاده و نه وځي.

 ۳. د مطالعې ځای
 ځينې خلک په شور کې ښه مطالعه کوي او ځينې نور بیا په خاموشۍ کې له مطالعې خوند اخلي. تاسو په دې اړه هېڅ تشویش مه کوئ او نه هم د چا فرمایش ومنئ. یوازې خپل طبیعت ته په کتو پرېکړه وکړئ او مناسب ځای وټاکئ.

 ۴. مطالعه په کوم حالت کې؟
 ځينې خلک پراته وي او مطالعه کوي، ځينې نورو بیا بالښت ته ډډه وهلې وي، خو څېړونکي وايي ښه مطالعه په ناسته کېدای شي. داسې حالت کې چې تاسو کوم ځای او څيز ته ډډه نه وي وهلي. خو که بیا هم ډډه لګوئ کوښښ وکړئ کلکو ځایونو او څیزونو ته تکیه شئ. د مطالعې چوکۍ تاسو لپاره بهترین انتخاب کېدای شي.

 ۵. د مطالعې وخت
 د مطالعې لپاره بهترین وختونه سهار او مازیګر وي. په دې وخت کې ماغزه له نورو وختونو څخه ډېر فعال او اماده وي. کوښښ وکړئ په سهار او مازیګر کې مطالعې ته وخت بېل کړئ.

 ۶. ذوق
 هڅه وکړئ د خپلې خوښې کتابونه ولولئ. که تاسو دا کار وکړ نو له مطالعې به ډېر خوند اخلئ مګر برعکس که نور کتابونه ولولئ چې ستاسو نه خوښېږي نو دا کار مو ورو ـ ورو له مطالعې لرې کوي. 

 ۷. دومداره مطالعه
 که غواړئ له مطالعې خوند واخلئ نو دوامداره مطالعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل له کتاب سره مینه ولرئ. همدارنګه که تاسو غواړئ له مطالعې سر ځان عادت کړئ نو هڅه وکړئ هره ورځ په کافي اندازه مطالعه وکړئ. وروـ ورو به مو مطالعه عادت وګرځي. 

Related Articles

د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ژمي په رارسېدو سره په بازارونو کې د ټېپرو شتون او خرڅلاو هم محسوسېږي. په دې موسم کې له مهمو او ګټورو خوړو څخه یو هم ټېپر دي، چې په ځينو سیمو کې یې شلغم بولي. دا د هغو سبزیو له ډلې ده، چې اکثره خلک یې د روغتيايي ګټو په خاطر خوري. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې د ټېپرو د روغتيايي ګټو په هکله مهم او موثق معلومات چمتو کړو.  ...

د بریالیتوب شل ټکي، شل انګېزې د ارواپوهنې له نظره

د بریالیتوب له پاره یوازې هڅه اړینه نه ده، بلکې له هغو اصولو، تجربو سره پېژندګلوي او هغه عملي کول هم په ژوند کې کولای شي تاسې ډېر ژر خپلو موخو ته ورسوي. لاندې شل ټکی مو د بریالیتوب انګېزه لاپیاوړې او موخو ته مو په رسېدو کې ستاسې سره مرسته کولای شي.    ۱- په خپل ذهن کې له خلکو څخه مثبت تصور ولرئ او په هر وخت کې حیرانوونکې او په زړه پورې خبرې کول د...

د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت

ژباړه: شکېبا نادري د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت څېړنې ښيي چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار وخته دی، ځکه چې ماغزه له اوږې دمې وروسته د کار او فعاليت لپاره تیار وي او مطالعه کوونکی کولی شي په ارامو ماغزو د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړي.   د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت:  د مطالعې لپاره تر ټولو بد وخت د شپې ناوخته دی، ځکه چې د شپې د انسان د بدن عصبي...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...