کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 23, 2021
5 years ago
4,734 views
کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو. 

که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان لپاره ډېر اړین دي. مګر ځینې خلک بیا له ملګرو شکایت لري. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې دوی هغه خصوصیات نه پېژني، چې یو څوک پرې حقیقي ملګری ګڼل کېږي.

حقیقي ملګري څوک دي؟

که تاسو هم نه پوهېږئ، چې حقيقي ملګري څوک دي، نو مه خفه کېږئ. موږ یې درته وايو. تاسو لومړی خپل یو ملګری نظر کې ونيسئ او لاندې خصوصیات په پوره غور سره ولولئ!

۱ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په سختو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ وي.

۲ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تل مو ښو او نېکو کړنو ته هڅوي. 

۳ ـ ملګری هغه دی، چې تاسو ته تل رښتيا وايي. 

۴ ـ ملګری هغه دی، چې تل له تاسو مشورې اخلي او هم تاسو ته نېکې مشورې درکوي. 

۵ ـ ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په نه شتون کې له تاسو ملاتړ کوي.

۶ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د نورو په مخ کې ستاسو شخصيت ته خاصه پاملرنه کوي.

۷ ـ ښه ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې ډاډ درکوي. 

۸ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تاسو ته تر ټولو ارزښمتن څیز (وخت) درکوي.

۹ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې پر هماغه ډاډه یئ! 

۱۰ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په شتون یې تاسو مثبت اړخ ته بدلون کوئ.

اوس وګورئ، چې له پورته ذکر شوو ځانګړنو یې څو ستاسو په ملګري کې موجود دي. که د موجودو ځانګړنو شمېر له "۶" ښکته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری نه دی. یوازې یو پېژندګلو دی. خو که د خصوصیاتو شمېر له "۶" پورته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری دی. ویې پالئ!

وروستۍ خبرې

لکه څنګه چې تاسو د حقیقي ملګرو په اړه پوهېدل غواړئ، همداسې نور خلک هم غواړي، چې رښتيني ملګري ولري. نو تاسو هم باید پورته ذکر شوي ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ ترڅو د نورو وګړو حقيقي ملګري اوسئ. څه چې خپل ځان ته غواړئ نورو ته یې هم وغواړئ!

Related Articles

Aug 12, 2021
2,239 views

کریس الیکسانډر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په وروستيو میاشتو کې د افغانستان د جګړې له تودېدو سره سم، نړېوالو مطرحو اشخاصو د پاکستان له څېرې پرده پورته کړه او دغه هېواد یې د وسله والو طالبانو او نړېوالې ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه معرفي کړ. یو له دغو اشخاصو څخه په...

May 14, 2022
4,155 views

د ګیډې د درد لاملونه او درملنه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي، پڅ یا نا ښکا...

Jan 18, 2021
2,533 views

تنوع لهجه ها

تنوع لهجه ها مصطفی عمرزی زبان ملی دری، شبیه تمام زبان ها، تنوع لهجه یی دارد. چنانی که زبان ملی پشتو با لهجه های مختلف، نه فقط معرف فرهنگ هاست، بل تنوع آن، جذابیت هایی ایجاد می کند که در زمان افاده، می توانند تامل برانگیز باشند.  در لهجه ها غنای زب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...