"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 01, 2021
5 years ago
4,370 views
"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو.

"په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو باید د دواړو په توپیر پوه شئ.

لومړی ـ  "په" د ظرفیت او الیت لپاره کاروو. لکه:

ـ په ګيلاس کې اوبه نشته.

ـ په اره یې پرې کړ. 

په لومړني مثال کې د "په" په مرسته "ګيلاس" ظرف (لوښی) شو او په دویم کې "اره" اله وګرځېده. نو ویلای شو، چې "په" په لومړي مثال کې د ظرفیت او په دویم کې یې د الیت دنده ترسره کړه.

دویم ـ "پر" بیا د بره والي ښودنه کوی. یعنې استعلايي حالت ښيي. لکه:

ـ کتاب پر مېز پروت دی.

د "پر" په مرسته موږ مخاطب ته څرګنده کړه، چې کتاب د مېز له پاسه دی، بله خوا پسې مه ګرځه. 

باید ووایم، چې "په" او "پر" کولای شي ستاسو مفهوم بېخي بدل هم کړي. لکه:

ـ پر پښتو غږېږم.

ـ په پښتو غږېږم.

د لومړي مثال مفهوم دا دی، چې د خبرو موضوع مې پښتو ده، ممکن د غږېدا ژبه مې انګلېسي یا کومه بله ژبه وي. په دویم کې موضوع معلومه نه ده، خو د غږېدا ژبه پښتو ده.

ریاض مقامزی

Related Articles

Feb 26, 2021
4,091 views

د مسلمانانو خپلمنځي جنګونه څه حکم لري!؟

خپلمينځي جګړه بايد ختمه شي، ځکه چې خپلمينځي جګړه په ټولو اسلامي مذهبونو کې ناروا ده. جنګ يو ستر مشکل دی، دغه مشکل که د هر مذهب مطابق حليږي بايد حل شي او د دغه نزاع د حل لپاره پر کوم خاص مذهب ټينګار ناسم دی. قرآن مجید خو موږ ته وضاحت کړی دی چې:  (ی...

Jul 09, 2021
3,714 views

د قربانۍ اړوند مسايل

اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.   یادونه: په څارویو کې...

Apr 08, 2023
1,482 views

کاروبارونه ولی ناکامیږی؟

د کاروبارونو د ناکامه کېدو زیات لاملونه سته، خو دا یو ئې ډېر لوی دئ. په څو مثالونو کي به ئې واضح کړو. ډارن هارډي The Compound Effect کتاب کي په سن ډیاګو کي د دوی و کورته نژدې د یوه رسټورانټ د بریا او ناکامېدو کیسه کوي: د رسټورانټ د خاوندي ورین تندي،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,723 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,020 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...