د بادرنګو ګټې او زیانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 08, 2021
5 years ago
4,496 views
د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ.

روغتيايي ګټې

بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره کوي. مګر د بادرنګو پام وړ خاصيت د هغه يخوالی دی، چې په ګرم موسم (اوړي) کې ډېر ګټور وي. د بادرنګو خوړل د تازه والي احساس ورکوي، همدارنګه تر یوه بریده د ګرمۍ او تندې مخه هم نیستي. ځکه چې بادرنګ ۹۶% له اوبو جوړ دی، نو د یوه بادرنګ خوړل تقریبا له یو ګیلاس اوبو سره برابرېږي.

هېره دې نه وي، چې د بادرنګو پوستکی هم فیبر، پوتاشیم او مګنېزیم لري. له پوستکي سره د بادرنګو خوړل هغه وخت مناسب دي، چې سم پرېمینځل شوي وي او تنکي وي.

له بل پلوه ځينې روغتيا پالان پر دې باور دي، چې بادرنګ د وینې د فشار په کمولو کې هم مرسته کوي، نو ځکه خو د وینې لوړ فشار لرونکي کسان باید پخپل غذايي رژيم کې بادرنګو ته حتما ځای ورکړي.

د بادرنګو زړي هم بې کماله نه دي. د خوب د منظم والي او آرامۍ لپاره خورا اړین دي. تر څنګ یې د وینې په تصفیه کولو کې هم بې اغېزې نه دي.

له بادرنګو څخه د ګڼو نورو روغتيايي موخو لپاره هم ګټه اخیستل کېږي. د پښتورګو د دردونو آرامښت، د بندونو درد، روماتېزم، د وزن کمښت او التهاب د کنټرول لپاره هم کارول کېږي. همدارنګه د بولو د سوځېدو لپاره هم ښه درملنه ده.

زیانونه 

ـ که بادرنګ له پوستکي سره په داسې حال کې وخورئ، چې سم نه وي پرېیول شوي او یا هم تازه نه وي، نو د معدې په هضم کې ستونزه رامنځته کوي، د معدې باد پيدا کوي او ستاسو معدې ته تاوان رسوي. د هغوی چې معدې کمزورې دي، کولای شي له شهدو "شاتو" سره یې وخوري.

ـ که بادرنګ ډېر پوخ شوی وي خوړل یې ښه نه دي. ستاسو د معدې او زړه په زیان تمامېږي.

نوټ

ـ د بادرنګ د ښه هضم لپاره کولای شئ له سرکې او یا هم د زیتونو له غوړیو سره وخورئ. همدارنګه له لیمو او یا د سلاد په توګه له مالګې سره خوړل یې هم ګټور وي.

Related Articles

Oct 17, 2023
1,415 views

له افغانستانه د مغزونو فرار

له افغانستانه د مغزونو فرار عمران اختر د مغزونو فرار یوه اصطلاح ده چې د لوړ مهارت لرونکي اشخاصو د  هغه پیښو روښانه کولو لپاره کارول کیږي چې خپل هیواد پریږدي ترڅو بل چیرې غوره فرصتونه ولټوي. په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې د مغزو فرار یوه مهمه مس...

Nov 19, 2020
15,760 views

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کت...

Nov 23, 2020
5,770 views

د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

"کاریزما" یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي.  موږ په خپلې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,787 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,151 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,068 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...