د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2021
4 years ago
5,967 views
د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟

لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځکه چې کـه انسان څومره ډاریږي د زړه درزا یې زیاتيږي او همدې سره بدن کــــې زهر په چټکۍ سره خـپریږي.

 

دوهم :- که چیرې یې په لاس یا پښه چیچلي وای سمدلاسه کینئ او بدن ته ډیر حرکت مه ورکوئ، او له بدن څخه ساعت، ګوتمه، غاړکۍ یا بنګړي لرې کړئ، ځکه چې له چیچلو وروسته هغه ځای پړسیږي چې ورسره د وینې ګردش اغیزمن کیږي. 

 

دریم :-- که په چیچلو سره وینه روانه شي پریږدئ چې ووځي حتی هغه ځای زور کړئ چې وینه او زهر ترې رابهر شي او بیا د ټپ شاوخوا پـاک کــړئ او په ټوټه یې سست وتـړئ 

که چیرې پر وخت طبي مرستې چمتو نه وي څه باید وشي؟

کـــوښښ وکړئ داسې ځای ته ځان ورسوئ چې یو څــــه مرسته ترلاسه کـــړئ، خو له چټکو تلو څخه ډډه وکړئ او که کوم ملګری درسره وي د ملګري پــــه واسطه قدم واخلئ، و کـــه بیا هم تلو کې ستونزه وه پـــر ټپ صابون واچوئ او اوبه پرې تیرې کړئ، په دې سره د انفکشن خپـــردلو مخه نـــــیول کیږي. 

 

د ټــپ ځــــــای په یوه نرمه او هواداره ټوټه تـر دې دمه سسته وتړئ چې د ویـــــنې ګرد ش اغیزمن نشي، په دې سره په چټکۍ د ټپ خپریدلو مخه نیول کیږي، ځینې خلک د ټپ ځای د زهر نه خپریدو له کبله دومره کلک وتړي چې د وینې ګردش سخت اغیزمن کړي او نورې ستونزې راولاړې کړي، 

له دې وروسته استراحت او ارام وکړئ، او د ټپ ځای د زړه نه لاندې کیږدئ چې د چټک زهر خپرېدلو مخه ونیول شي. 

 

څه باید ونکړل شي؟

د ټپ پر ځای له واورې «یخ» کیښودلو څخه ځان وساتئ، او په خوله د زهرو راویستلو کوښښ هیڅکله ونکړئ، ځکه په دې سره زهر نه راوځي خو ورسره په ټپ کې د خولې بکتریاوې «مکروب» خپرېدو ګواښ زیاتیږي چې مرګونې هم ثابتید لی شي ځکه چې د بکتریاو خپریدل انفکشن رامنځته کوي. 

د ډاکټر له مشورې پرته د درد درمل مه خورئ، او ټپ په سخته او کلکه ټوټه مه تړئ ځکه چې دا نسجونه زیانمنوي، او کـــــــه په دې سره د وین ګردش اغیزمن شي له نورو ستونزو ترڅنګ دبدن اغیزمنه برخه ټوله له منځــه ځــي

 

 

زهرجن مار نښې :

د زخم سور کېدل، د پوستکي رنګ بدلېدل یا پړسوب زیاتول، د بدن او سر سخت درد، د سوځیدو احساس، د وینې فشار ښکته کېدل، ساه اخیستلو کې ستونزه پیدا کېدل، سر تاویدل، په سترګو تیاره راتلل یا نظر خړیدل، خوَله، تبه او تنده راتلل، په خبرو او توجو کولو کې ستونزه، ژبه او ستونی پړسیدل، معده دردیدل او د کمزورۍ احساس کول ټول د زهرجن مار نښې دي، چې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

یادونه :- پورتنۍ مقاله د عمومي معلوماتو لپاره ده، لوستونکي دې، په دې په اړه ضرور ډاکټر سره مشوره وکړئ.

 

اکرام الله عادل

Related Articles

Feb 16, 2022
2,274 views

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغل...

Aug 04, 2024
1,336 views

آبیاری چیست

آبیاری_چیست؟  آبیاری عبارت است از رسانیدن آب مورد نیاز نبات با دخالت انسان جهت رفع نیاز نبات می باشد. هرگاه نباتات نتوانند در طبیعیت آب مقدار ضرورت خویش را بشکل نورمال بدست آرند و با دخالت انسان نیازمندی نبات رفع گردد به آن آبیاری گفته میشود. خلاصه...

Jun 08, 2023
1,259 views

ادب او ژورناليزم

ادب او ژورناليزم  27.05.2007  ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...