ملک محمد عمر اُتمانخېل

S
Salman Jabbar
Author
May 03, 2021
4 years ago
2,102 views
ملک محمد عمر اُتمانخېل

د جرګو او مرکو . دستار او درسترجوان . حجرې او ډبې . درس تدريس او سېاست نابغه ملک محمد عمر خان اتمانجېل په کال ۱۸۷۶ کښې د ملک حمېد الله خان اتمانجېل کره په تارېخي کلي سوال قلعه کښې سترګې وغړولې. په اتمانخیل کښى شموزي وو او په شموزي کښى عمر خيل وو او په عمر خيل کښى سيد علي خيل وو چي سيد علي خيل کښى بيه سليمانخيل وو. په اغه وخت او دور کښې زدکړه کول ډير ناشوني وو. خو دَ اغه دَ زيرک پلار ملک حمېد الله خان اتمانجېل مينه وه چې په جپل زوي ئې زډکړې وکړې
ښاغلې ملک محمد عمر خان اتمانجېل ته په داسې وخت کښې دَ قام مشرې وسپارلې شوه چې دا سيمه د فرنګي (British) تسلط دَ لاندې وه او ولس او خلق او خاوره د فرنګ کارندانو سره سره دَ هغوئ دَ کارمندانو (خانانو،نوابانو) دَ هغوئ غلامې ته غاړه اښودې وه دَ ملک محمد عمر خان اتمانجېل شعور ، رڼا وه چې دَ دغه غلامې تيارو ته ئئ په لار کښې دَ خپلوکئ مشالونه بل کړل او دَ ازدي سر لوړې مبارز کاکا صنوبر حسين ته ئې نه يوازې په خپله حجره کښې ځائے ورکړو بلکې دَ اغه مرسته ئې هم په پښتنه مېنه وکړه اوکاکاجی اغه سرباز وه کم چی ده برېټېش خلاف حقېقی جېحاد کړے وه او بېا ې چې کله ده ښپل زے کی يے لاسونه تنګ شول نو اُتمانخېلو ورته پنه ورکړه چې په سوال قېله کې دېره شول .کاکاصنوبرحسېن او ده اغه ټول ملګرې او وتمانخېلو ده سوال قېله نه ښپل ده جنګ جاری وساتو او ده قېله ده ملک محمد عمر اُتمانخېل وه چې ده کاکا صنوبر اهم ملګرے وه او ده صنوبر کاکاجی پے ډېر پخر و دَ تعليم دَ رڼا خورولو دپاره ملک محمد عمر خان اتمانجېل هڅې وکړي چې زکر يي حبيب الحسن ياد په کتاب (ژوندې ليکونه) کښې څه داسې کړې

،،اخر ملک محمد عمر خان اتمانجېل په خپل کلي سوال قعله کښې ېوه مدرسه جوړه کړه
او هلاکانو له به ئي کتابونه، تختئ، قلمونه او کاپيانی په جپلو پېسو اخستل او دَ استاد زمه
ئي هم په خپله غاړه واخستله ،،
ښاغلې ملک محمد عمر خان اتمانجېل دَ چارسدې ګني راوړه او دَ ګوړي ګاڼي ئي جوړه کړه چې د خپل ولس معيشت پرمختګ ته پام را ورګرزې او داسې دوئی خوشحاله تېر کړې

ښاغلې ملک محمد عمر خان اتمانجېل به ولس دَ خانانو نوابانو د زهنې غلامي نه ژغورولو دَ پاره هغوې دَ زکر استحصالي طبقي سره په عزت دَ ناستې پاستې او دَ طمعېې نه کولو هم تلقين کولو چې په دې هغه دَ درباري ملاکانو خانانو دَ سترګو ازغے شه. او ملک محمد عمر خان اتمانجېل ته به دَ زېان رسولو هر وخت په فکر او سوچ کښې وو. دَ عملې مشر تر څنګ ملک محمد عمر خان اتمانجېل يو علمې شخصيت هم وه او دَ ادب، سياست، مزهب او ټولنيز ژوند ژوره پوهه ئی لرله په دي حواله حبيب الحسن ياد ليکي
،، ملک محمد عمر خان اتمانجېل به په سېاسې او مزهبي بحڅونو کښې
حصه اخستله چا به چې نومړې سره بحث وکړه نو دَ هغه پوهې او هوښيارتيا نه
به ډېر متاثره شه او اغه دَ پوهې او قابليت به قائل شه کاکا صنوبر حسين هم دَ دي دَ پوهې قائل وو
ښاغلې ياد صيب وړاندې ليکې ...
دَ خان محمد لالا مطابق کله کله به په پېښور کښې دَ محمد يار خان اتمانخېل په دکان کښې
ملک محمد عمر خان اتمانجېل او امېر حمزه شېنوارې يو ځائے شول دواړو عالمانو به
په جپل مينځ کښې بحث شروع کړو چې په خبرو جبرو کښې به دواړه دومره لاړل چې
دَ زمکې نه ئئ فلکياتو ته بحث ورسولو چې زمونږ غوندې عام خلق ورباندي بلکل نه
پوهېدل او ډير خوشګوار موډ کښې به ئئ بحث کولو،،

ملک محمد عمر خان اتمانجېل په سوال قعله کښې چندر بوس هوم څه ورزې شپې سبه کړې د چندر بوس هوم دَ فرنګې سخت خلاف وو دَ چندر بوس يو مشهور خبره چي ( خون دو اور ازادې لو ) چي دغه بيه محمد عمر افغانستان ته واړوو د سياسي غونډي له پارهسوال قعله د باجوړ خار نه ۱۳ کېلومېټر لرې نوار خاته طرف ته پروت دې چې دغې سېمي ته شموزې اتمانخېل ويي دغه قعله طوره باز خان جوړه کړې وه. دغه کلې ېو د زدکړو ځائے هوم وو چې ډېرو خلقو تي د هغه وخت ډېر علم ترلاسه کړې وو او دغه مکتب به محمد عمر خان اتمانخېل د خپله جېب به پوره کولې . سوال قعله هغه کلې دې او هغه قعله دَ چې ډېرو مبارېزو ورکښې ژوند کړې دې .چې ورکښې کاکا جی صنوبر حسېن نوم قابل زکر دې دَ دې نه علاوه صاحب زاده اسلم شهېد ، سيد امېن باچا موسازې، مرتظه باچا چې دَ په تعلق دَ پښور بهادر کلی څه وو او رکښې چندر بوس، بګت رام هو ورځې شپې صبه کړې چې زکر ې په کتاب (The Talwars of Pathan s) کښې کړې دې . وېلېکږې چې کاکا جی صنوبر حسېن دَ ژوند ۱۸ کاله په دغه سوال قعله کی دَ محمد عمر خان اتمانخېل سره تېر کړې دې .کله چي فرنګي د کاکا صنوبر حسين د نيولو کوشش وکړو نه ځان ي د اتمانخیلو ازاد حثيت واله علاقي ته ورسوو چي د هغه ځاي نه ى خپل کوشش شروع کړو او د فرنګي نه ي د ازادي کوشش وکړو کاکاجي صنوبر حسين چرته هوم په ادم تشدد باندي يقين نه کولو داغي سوچ وو چي انګريز(british) د وسلي په زور لري کړى او د وطن ترينه پاک کړي. دغه ستر مبارېزو د ڼګ او دَ غېرت دَ ظاهر کولو دَ پاره ژوند په دغه سوال قعله کښې تېر کړې وو. ديو دَ دې خاورې دَ ازادی دَپاره ډېره قربانې ورکړي وه. او دَ دې تارېخې کلې او قعله نه به يي دَ نورو سېمو د خلقو کومک او امداد هوم کولو . سوال قعله دَ هغه وخت دَ اتلانو دَ ېو مورچې او دَ حفاظت کردار هوم اده کړې چي دَ ستاېنی وړ دې . وېلې شی چی دَ دې سوال قعله نه به دَ هفته وار اخبار(newspapers) ( شغله) وېستله چې دَ دغه اخبار (Chief Editors ) به کاکا جی صنوبر حسېن پښپله وو. دغه اسلم ريساله به کاکا صنوبر حسين او د ملک محمد عمر اتمانخیل د ملګري اسلم شهيد په نوم کړي ووو دَ دغه اخبار دَ پاره به دَ جرمنې ساخت پرېنټ مشېن استعملېدو چې ډېر په مشکل به کېدل دغه مشېن وس هوم په سوال قعله کښې پروت دې . اخبار به په څلور ژبه کښې پرېنټ کېدلو چې ورکښې پښتو، اوردو،عربې، او فارسې ژبې وی. چې دغه اخبار به تر افغانستان پورې وړېکېدو چی دَ پښتنو دَ ېووالي خبرې به ورکي لېکلې شوې وې . د پښتنو دَ نورو سېمو نه به هو ډېر خلق راتلل چې دَ فکر او دَ سوچ خبرې به ېې وړاندې کولې . وېلې شې چې د افغانستان دَ رېډېو خبرېال ګران صېب هوم دَ خبرونو اغستو له پاره راغلې وو . دَ افغانستان دَ کابل مشهور طبېب شار باچا هوم دَ خلقو دَ علاج دَ پاره راغلې وو.په سوال قعله کښو ېو سورنګ تح خانه هوم دَ چې دَ هغه وت څه خاض مقصد له به استعمالېده . دغه به د جنګې قېدېانو دَ پاره هوم اسعمالېده کو جلق به چې په جنګ کښې قېد شول هغه دَ پاره به ېو ځندان وو دغه کلې د خوړ په غاړه وو چې قعله په وچت ځائے جوړ کړې شوې دَ او دغه قعله ته پټه لار وو چې دَ خلقو دَ پټ راتګ او دَ اُوبو د راوړو له پاره به استعمالېده دغه اُوبو له پاره به مشک جوړ کړې شوې وو. دَ دنېا دارالفنا ده او هر زنده سر له ترې تلل دې ملک محمد عمرخان اتمانخېل هم ديو با مقصد او با کردار ژوند تېرولو نه ورسته په کال ۱۹۹۵ کښېې د تل دپاره سترګې پټې کړې په قبر ئی نور شه نوموړې په زامنو کښې دَ وخت ملک محمد اکبر اتمانخېل دَ باجوړ په سر او ستر مشرانو کښې دې او په نمسو کښې ملک اضغر خان اتمانخېل دَ قام پرست سېاست دَ لارې په قامې او سېاسې مېدان کښې دې


شمال ريډيو ريپورټ په سوال قېله
کتاب _تراشلي ټکي د انور نګار صيب

Related Articles

Oct 22, 2021
2,311 views

د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!

له بدۍ سره د مقابلې لارې لیکنه: لېمه دلیل  موږ او تاسو په ټولنیز ژوند کې له ډېرو داسې کسانو سره مخ کېږو، چې موږ په بېلابېلو طریقو سهواً یا قصداً ځوروي. پوښتنه دا ده، چې مونږ باید د دوی پر وړاندې له کوم عکس العمل څخه کار واخلو؟؟ بدیو ته ځواب معمولا...

Aug 13, 2021
2,799 views

د بابړې پېښه (د پښتنو قتل عام)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د تاریخ په اوږدو کې پښتانه په بېلابېلو پلمو او نومونو رټل شوي، وژل شوي او له صحنې لرې ساتل شوي دي. له مقدوني سکندر، چنګېز خان او بابر نه نيولې تر پاکستاني پوځ پورې ټولو خپله برخه ظلم او تېری کړی دی. یو له دغو لویو غميزو "د بابړې...

Oct 31, 2023
941 views

په خوځښتونو کې ځواک کتاب لنډیز

په خوځښتونو کې ځواک- ټولنیز خوځښتونه ،او لانجمن سیاستلیکوال:سیډني جي ټارومعرفي کوونکی: احمدالله ارچیوالواشنګټن ډي سي- امریکاد ۲۰۲۳ کال د اګست دوویشتمه دا کتاب د لویدیځې نړۍ د معاصرو ټولنیزو خوځښتونو تاریخ او د جګړو، استعمار او نفوذ له لارې په وروسته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...