لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2021
4 years ago
2,266 views
لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ د لرغونو هېوادنو په لړ کې د یونان نوم هم د یادولو وړ دی. ددې هېواد تاریخ له میلاده "۵۰۰۰" کاله پخوا پیلېږي. هغه لومړني قومونه چې په دغه خاوره کې مېشت شوي دي، عبارت دي له "آیونیان"، "دوریان" او یونیان". 

د تاریخي څېړنو نظریه دا ده، چې یونان ته لومړني ورغلي خلک آسیایان وو، چې دا مهاجرت له میلاده پنځه زره کاله مخکې ترسره شوی دی. هلته یې ځينې مشهور ښارونه، لکه: کورنت، اتن، سپارټا او ځينې نور آباد کړل.

لکه د نورو تمدنونو دا سیمه هم د جګړې او سولې شاهده وه. دوی به کله پخپلو کې سره وژل او کله به یوځای شول. خو دا باید هېره نه کړو، چې دوی له اوله د سمندرونو په ارزښت پوهېدل، له همدې امله یې ښارګوټي په ساحلي سیمو کې جوړول. له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې د یونان مرکز "آتن" دومره پرمختګ کړی و، چې په نړۍ کې یې ساری نه درلود.

په علمي لحاظ  فلسفې، هنر، معمارۍ، شعر او نورو علومو ډېره وده کړې وه، چې نورو غربي هېوادونو ته یې د پرمختګ اساس کېښود.

داسې علمي شخصیتونه یې درلودل، چې تر اوسه یې آثار لوستل کېږي او له نومونو سره یې موږ ټول اشنا یو. له ډلې یې د فیثاغورث، ارسطو، افلاطون، سقراط، هومر او ځينو نورو نومونه یادولای شو. 

په هماغه پخواني وخت کې یې، مختلف ټولنیز حرکات درلودل. سمپوزیمونه، تیاتر، شعري مسابقې، سپورتي جشنونه او نور ګڼ شمېر ادبي او ټولنيزې غونډې یې هم لرلې.

د سپورت په برخه کې ویلی شو، چې د نړۍ د ستر سپورتي جشن "المپیک" بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. په هغه وخت کې ددې لوبې ګټونکی به ټولو یونانیانو خپل اتل باله او د قدر په سترګه یې ورته کتل.

په حکومتي نظام کې هم د حکومتي، سیاسي او هنري تشکیلاتو بنسټ په یونان کې ايښودل شوی، چې تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لږ او ډېر توپیر سره د تطبیق وړ دي. 

يه دیني لحاظ یونانیان مختلفو خدایانو ته قایل وو او هغوی به یې لمانځل. د خدایانو له ډلې یې زیوس، اپولو او اتنا ډېر مشهور وو. دوی د مینې، قهر او نورو مفاهمو لپاره مختلف خدایان درلودل.

که څه هم د یونان په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، خو په لنډ ډول به ووایو، چې دا هېواد تقریبا په نړۍ کې د ټولو علومو د بنسټ ايښودلو او پيدايښت سیمه ده.

که غواړئ د لرغوني یونان د حکومتولۍ، عقایدو، ټولنیز ژوند او نور مسایلو په اړه لا ډېر پوه شئ، نو نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ. تر څو په نورو لیکنو کې پر هرې برخې مفصلې خبرې وکړو.

Related Articles

Jan 01, 2022
3,055 views

د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ژمي په رارسېدو سره په بازارونو کې د ټېپرو شتون او خرڅلاو هم محسوسېږي. په دې موسم کې له مهمو او ګټورو خوړو څخه یو هم ټېپر دي، چې په ځينو سیمو کې یې شلغم بولي. دا د هغو سبزیو له ډلې ده، چې اکثره خلک یې د روغتيايي ګټو په خاطر خو...

May 11, 2021
2,016 views

پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...

May 16, 2021
2,574 views

سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري. ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,727 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,141 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,023 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...