To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شکر ناروغۍ نښې نښانې

د شکر ناروغۍ نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په ورستيو کلونو کې شکر يوه ډېره عامه ناروغي ګرځېدلي ده، چې له امله یې هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ستاسو د پوهاوي لپاره باید یادونه وکړم، چې شکر دوه ډولونه لري. ددې لیکنې له علایمو موخه د شکر د دویم ډول ده. د شکر په دې ډول کې د خوږو کچه په وینه کې لوړه وي.

 

لومړی ـ پرله پسې تشې بولې/ ډېرې بولې

کله چې تاسو ژر ـ ژر تشناب ته ځئ، تر څو تشې بولې وکړئ، ددې معنا دا ده، چې پښتورګي مو له بدنه د اضافه خوږو د دفع کولو هڅه کوي. بډوډي دغه اضافي خواږه د تشو بولو له لارې له بدنه خارجوي.

 

دویم ـ ډېره تنده

په وینه کې د ګلوکوز د کچې لوړوالی، چې په پایله کې تاسو ژر ـ ژر تشو بولو ته هڅوي، ددې سبب کېږي، چې د بدن ډېر اوبه مو ضایع شي. له همدې کبله د شکر ناروغان همېشه تږي وي. روغتيا پالان وايي که دغه دوه نښې په ناڅاپي شکل تاسو تجربه کړ، نو ډېر ژر باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

 

درېيم ـ له اندازې ډېره ستړيا

انساني وجود د حرکت او فعالیت لپاره انرژي له ګلوکوزو څخه لاسته راوړي. نو کله چې د بدن اوبه ضایع کېږي، د انرژۍ د ترلاسه کولو ټول سیستم له ګډوډۍ سره مخ کېږي. همدا ددې سبب کېږي، چې انسان ډېره ستړيا حس کړي. آن پرته له دې چې کوم کار یې کړی وي.

 

څلورم ـ د نه لیدلو ستونزه

په بدن کې د اوبو کمښت د سترګو په دید هم بد تأثیر لري. په ټول بدن کې د اوبو کمښت د سترګو د لینز د لمدونکې مایع د کمېدو سبب هم کېږي. له همدې کبله د سترګو دید او تمرکز کمېږي. کله چې ناروغي شديده وي، آن د سترګو د کوچينيو رګونو د شکېدلو سبب هم کېږي، چې انسان ړندوي.

 

پنځم ـ زخمونه مو ژر نه ښه کېږي

د وینې لوړ قند ددې سبب کېږي، چې د انسان د بدن دفاعي سیستم کمزوری شي. همدارنګه د سلولونو د بېرته رغاوي ځواک هم کمزوری کېږي. له همدې کبله پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ټپونه ژر نه رغېږي.

 

شپږم ـ په غذايي رژيم کې له بدلون پرته د وزن کمښت

د سلولو له لارې د ګلوکوز د جذب پروسه، چې د شکرې ناروغۍ له کبله ګډوډ شوی وي، ددې سبب کېږي چې ناروغان دې دوامداره لوږه حس کړي. له بل پلوه، د اوبو او انرژۍ پرله پسې ضایع ددې سبب کېږي چې په بدن کې انرژي پاتې نه شي. نو وزن یې کمېږي.

 

اووم ـ د اندامونو بې حسي او مېږي کېدل 

دا چې په وینه کې د قندو ډېروالی راسا د وینې پر سیستم اغېز لري، ددې سبب کېږي چې د بدن عصبي سیستم ته هم تاوان ورسوي. په پایله کې د انسان ښپې او لاسونه بې حسه کېږي.

 

که تاسو هم پورتني نښې او علایم لرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د روغتياپالانو له لارښوونې سره سم خپل غذايي رژيم چمتو کړئ.

Related Articles

سولری بریښنا جوړول د کور لپاره

لمريزه (سولر) بريښنا او د استفادې طريقه يي: فرض کړئ کور کې لاندي برقي وسايل لرئ پکي 2 داني 150 واټ     2*150=300 واټيخچال 1 دانه 200 واټ.              200 واټګروپونه 3 داني 20 واټ.    3*20=60 واټ د‌ کور جمله مصرف 560 واټه کيږي، ښه دغه مصرف 600 واټه نيسو د دومره برق مصرف لپاره مونږ دري شيانو ته ضرورت لرو. 1- يو پي اس.   (مولد)2- بيټري3- سولر تخت...

ښاغلے ملک میمون خان اُتمانخېل

د ملک میمون خان اُتمانخېل د زیګون کره نېټه معلومه نۀ ده خو د مشرانو د وېنا تر مخه د ملک میمون خان ټول عمر 90 یعني لس کم سل کلونه وۀ چونکې د ملک میمون خان د وفات نېټه نولس سوه نهه نوي یعني 1999 معلومه ده نو د دغه شمېرې تر مخه یې د زېګون نېټه نولس سوه نهه 1909 معلومیږي. ملک میمون خان په مهمند ایجنسۍ تحصيل امبار اتمانخېل د کمانګرې په سیمه د سیفورخان پ...

انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات: په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي.  د بېلګې په توګه، که د یوه څیز قیمت ٩٩ او د بل ١٠۰ روپۍ وي؛ نو ماغزو ته به ٩٩ ارزانه او ١٠۰ ډېر قیمتي ښکاره شي. حال دا چې ترمنځ ی...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...