ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 08, 2021
4 years ago
3,810 views
ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

کتابتون ویبسايټ د خپلو ګټورو لیکنو په لړ کې دا ځل د "ماشومانو روزنه" تر سرلیک لاندې د لیکنو لړۍ پيلوي. ددې لړۍ په لومړۍ لیکنه کې به زده کړئ، چې ماشوم څنګه له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.

 

له مطالعې سره د ماشومانو علاقه

لومړی اړینه ده چې پوه شئ، ماشومانو ته په ډېر ویلو سره (چې درس ووایه، کتاب ولوله) د دوی شوق له کتاب سره نه ډېریږي. همدارنګه که له شدت او سختۍ نه ورسره کار واخلو مثلا غصه کېدلو، خفه کېدلو، وهلو او رټلو یا داسې نور نو ممکن د دوی شوق له مطالعې سره کم شي خو ډېر نه.

 

نو باید څه وکړو؟

دا تل یې په یاد ولرئ،

لومړی: ماشوم هغه وخت مطالعې او کتاب سره شوق پیدا کوي، کله چې د کورنۍ غړي په خاصه توګه پلار او مور د مطالعې شوق ولري. مثلاً که پلار یا مور خپله مطالعې ونه کړي، نو له اولاد څخه دې هم دا تمه نه لري، چې حتمي دې مطالعه وکړي. ځکه هغوی له دوی الګو او مثال اخلي. هغه کورنۍ چې لوستي (باسواده) کسان نه لري یا خپله دوی (پلار او مور) لوستي نه وي، نو دوی ته توصیه دا ده چی د خپل ماشوم په پار د ځینې وخت کتاب لاس کې اخلي. یا دې هم ځینې سوالونه ورته که څه هم زده یې وي د کتاب په خلاصولو سره ځواب کړي، یعنې ماشوم باید پلار او مور په لاس کې کتاب وویني او ماشوم باید پوه شي، چې که پلار او مور یې لوستي هم نه دي؛ خو شوق یې لري او عمل کی یې هم باید ورته وښایي.

 

دوهم: د کور او کورنۍ محیط کې باید مطالعې ته وخت ورکړل شوی وي. یعنې که په کور کې د کورنۍ ټول غړي په ساعتونو تلویزیون ته ګوري خو حتی نیم ساعت هم د مطالعې لپاره نه پاڅېږی او وخت نه ورکوي نو تمه مه لرﺉ چه د داسې کورنۍ ماشوم دې د مطالعې او کتاب اهل واوسي.

 

  • نور مهم ټکي

داسې مکوﺉ!

چې تاسې تلویزیون یا موبایل سره بوخت یاست او ماشوم ته ووایئ، چې ورځه هغه بله کوټه کې درس ووایه!

 

داسې وکړﺉ!

  • بیا هم وایو که ماشوم یو سوال وپوښتي که څه هم په ځواب یې پوهیږئ؛ خو د یو کتاب له خلاصولو نه وروسته یې ورته ځواب کړﺉ. تر څو هغوی پوه شي چې کتابونو کې هر ډول موضوعاتو شته او دوی هم خپلې پوښتنی هلته ځواب کولای شي.
  • په سهار یا ماښام کې یو ساعت د ټولو لپاره د مطالعې ساعت وټاکئ، هغه وخت کې دې د کورنۍ هر غړی کتاب راواخلي، که څوک لوستي وي یا نالوستي.
  • په کور کې کتابونه باید موجود وي او لاسرسۍ ورته آسانه وي.
  • ماشومانو ته په شوق، لوړ آواز او ښکلی لهجه کتاب لولئ.
  • ماشومان کتاب پلورنځیو ته بیایئ او ښه کتابونه ورته اخلئ.

 

ددې لړۍ په بله لیکنه کې د ماشومانو اړوند پر کومه موضوع پوهېدل غواړئ؟

خپل نظر کمینټ کې پرېږدئ، ترڅو موږ پرې لیکنه چمتو کړ.

 

لیکنه: لیمه دلیل

Related Articles

Jun 10, 2024
1,187 views

قادس بند - بادغیس

د قادس بند - بادغیس:دا بند د بالامرغاب حوزې په پورتنۍ برخه کې د بادغېس ښار قلعه نو څخه ۶۰ کیلومټره لېرې جنوب لوري ته، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا جوړېږي. د قادس بند د اوبو زېرمه کولو، اوبو لګونې، قلعه نو او قادس اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپا...

Mar 24, 2022
3,428 views

د پرمختګ راز

څنګه کولی شو چی پرمختګ وکړو او خپل ژوند جوړ کړو؟ (بریالی شخصیتونه مختلفه کارونه نه ترسره کوی بلکی کارونه په مختلفو بڼو ترسره کوی) د ژوند جوړول او پرمختګ کول دا مانا چې ته خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظر ګوری. دا هغه لومړنی ګام دی چې تا ته دا...

Aug 09, 2022
2,211 views

د ځانوژنې ارواپوهنه

لیکوال - ډاکټر رامین علوی نژاد ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی  ځانوژنه پر دې پوهېدل خورا سخت کار دی، چې ولې یو ملګری، د کورنۍ غړی او یا کوم بل مشهور کس ځانوژنه کوي. آن ښايي د خطر هېڅ کومه روښانه نښه/علامه هم نه وي، چې درک یې کړو.  په اکثریتو پېښو ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,763 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,049 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...