"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 31, 2021
4 years ago
7,200 views
"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!

 

  • ـ ګرامر څه ته وايي؟ 
  • ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟
  • ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟ 
  • ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟

 

ګرامر څه ته وايي؟

ګرامر د انګلېسي ژبې کلمه ده، چې په کره پښتو کې ورته "پښویه" وايي. په فارسی ـ دری کې یې "دستور زبان" بولي. همداسې په ګڼو نورو ژبو کې ورته ځانګړې کلمې کارول کېږي؛ خو موږ باید تر هر څه لومړی د ګرامر سم تعریف زده کړو. پر دې باید پوه شو، چې ګرامر یعنې څه؟

تاسو به هم د ګرامر لنډ تعریف داسې لوستی وي، چې "ګرامر د ژبې کلي ده." 

مګر که غواړو، په سمه توګه د ګرامر مفهوم درک کړو، نو مهمه ده، چې یو جامع پېژند (تعریف) زده کړو. د ګرامر ټولمنلی پېژند داسې دی، چې "په علمي توګه د یوې ژبې شرحې ته پښویه (ګرامر) وايي."

 

ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟

وړاندې له دې چې ددې پوښتنې ځواب ولولئ، لومړی خپله هم فکر وکړئ او ځواب ووايئ! 

عام ګمان دا دی، چې ژبه د ګرامر تابع ده. هر څه چې ګرامر وايي، ژبه باید هماغه ومني؛ خو دا فکر ناسم دی. منطقي خبره دا ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی. ځکه تر هرڅه لومړی ژبه رامنځته کېږي، وروسته ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو ګرامر لیکلي. 

هڅه کوم، ددې خبرې د اثبات لپاره یو ساده مثال راوړم. که ژبه د ګرامر تابع وای، نو نالوستو کسانو به خبرې نه شوای کولای. ځکه چې مجبوراً ټولو کسانو ګرامر لوستی وای ترڅو خبرې کول پرې زده کړي. مګر که خپلې ټولنې ته ځير شو، وینو چې نالوستي کسان هم خبرې کولای شي، ګرامري نقطې مراعتوي، همدارنګه د ژبې پر جوړښت پوهېږي. 

دا به ومنو، چې لوستو کسانو به د ګرامر درسونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي وي؛ مګر هغه شپون چې ټول عمر یې په غرو ـ رغو کې تېر شو، هېڅ ښوونځی یې و نه لیده،  لیک او لوست یې نه ده زده، نوموړي د ګرامر لوست له کومه ترلاسه کړ؟ ځکه هغوی تر ټولو سوچه او په ګرامري لحاظ سمه او برابره پښتو وايي.

نو لنډه دا چې ګرامر د ژبې تابع دی. لومړی ژبه ایجادېږي. ورپسې ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو د اړوندې ژبې ګرامر لیکي.

 

ګرامر ولې لیکل کېږي؟

که پورته موضوعات مو سم درک کړې وي، نو حتما به پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې د ګرامر لیکلو اړتيا څه ده؟

رښتيا هم د ژبې اصلي ویونکي ګرامر ته ډېره اړتيا نه لري؛ خو د بلې ژبې ويونکي، چې غواړي ژبه زده کړي نو مجبور دي، ترڅو د ژبې پر جوړښت پوه شي او د ژبې جوړښت په ګرامر کې شرحه شوې وي.

همدارنګه د ګرامر په واسطه، د ژبې اصلي ویونکي هم په ژبه کې له خپلسریو  او انحرافاتو منع کېږي. مجبور دي، چې ګرامري قواعد ومني.

 

په ګرامر کې کوم مسایل لوستل کېږي؟

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې اړوند مبحث دی؛ په دې کې د ژبې فونولوژي، مورفولوژي او نحوه لوستل کېږي. یا په عامه اصطلاح، په ګرامر کې د یوې ژبې پر غږونو، کلمو او جملو بحث کېږي. په راتلونکو لیکنو کې به د پښتو ژبې د ګرامر اړوند نور مسایل هم شرحه شي.

ددې لړۍ د دوام په هکله خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

May 30, 2023
1,417 views

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غو...

Jun 27, 2022
1,772 views

مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ  که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کو...

Jun 15, 2023
1,958 views

د کندهارۍ لهجی کی (بالا) څه معنا

بالا:په ژبپوهنه کي يوه منل سوې قاعده ده چي ګرامري اصول له ژبي څخه دباندي نه جوړېږي، بلکي له ژبي څخه را ایستل کېږي، ځکه چي ژبه ولس جوړه کړې ده او ولس يې وايي. کله چي کوم ژبپوه عمومي ګرامر ليکي، نو بايد ټولي لهجې وڅېړي، خو که لهجوي ګرامر ليکي هغه بیا ج...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,993 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,204 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...