په سرمایه ګزاري کې ولې تاوان کوو؟

K
Ketabton
Author
Jul 06, 2020
5 years ago
3,352 views
په سرمایه ګزاري کې ولې تاوان کوو؟

هر سرمایه ګزار غواړي چې د خپلې سرمایې له لګولو زیاته ګټه وکړي. د سرمایه ګزاري یو تر ټولو مهم هدف همدا دی چې ګټه وکړي خو له ګټې مخکې باید په دې فکر وکړي چې سرمایه څه ډول او په کوم ځای کې په مصرف ورسوي چې ګټه تر لاسه کړي.
په د لیکنه کې یوازې په د رڼا اچوو چې ولې زموږ سرمایه ګزاري زموږ په تاوان تمامیږي خصوصا د افغانستان په ټولنه کې چې زیات خلک له سرمایه ګزاري سر ټکوي او په د پښیمانه دي چې افغانستان کې یې سرمایه ګزاري کړې ده او تاوان یې کړی دی، کله چې تاوان وکړی بیا ښکنځلې دولت ته کوي او بړ بړ یې خیږي.
دا چې ولې زموږ سرمایه ګزاران په خپلو سرمایه ګزاري کې تاوان کوي او ولې پښېمانه دي چې سرمایه ګزاري یې کړې ده زه یې لاندې یوولس علتونه په ګوته کوم چې دوی ځکه تاوان کوي.

۱: د سرمایې کمبود
د هر کاروبار یا تجارت لپاره سرمایه د ملا حیثیت لري او پرته له سرمایې څخه هیڅ کاروبار منځ ته نه شي راتللی. مخکې له دې چې یو سرمایه دار یوکاروبار شروع کړي سرمایه لمړنی شرط دی چې باید موجوده وي. د سرمایې کمبود یو علت کیدلی شي چې زموږ کاروبار په نیمایي کې له خنډ سره مخ کړي او یا یې هم په ټپه ودروي.


۲: د منظم پلان نه شتون
هر تجارت یاکاروبار که لوی وي او یا کوچنی منظم پلان ته ضرورت لري. تر څو چې له کاروبار مخکې منظم پلان ونلرو سرمایه دار باید چې له سرمایه ګزاري ډده وکړي او په د باید پوهه شي چې خامخا به تاوان کوي. پلان باید د یو مسلکي کس لخوا جوړ شي چې د تجارت یا کاروبار ټولو اړخونو ته پکې ځای ورکړل شوی وي. د یو ښه تجارتي اوږدمهاله پلان نه درلودل د تجارت د ناکامۍ یو ستر علت کیدلی شي.


۳:  بازار یا مارکیټ موندنه
یو سرمایه دار که په تولیدي برخه کې سرمایه ګزاري کوي باید چې د بازار موندنې په اړه مخکې تر مخکې پوره مالومات ولري او د بازار موندنې لپاره ځانکړي سرمایه ولري. هغه څه چې تولید کوي باید د بازار موندنې سیمه یې مالومه وي چې تر کوم بازار پورې خپل توکي ورسوي. نن سبا نړۍ کې په یاده برخه کې زیاته سرمایه په مصرف رسوي تر څو چې خلک د خپل تولید څخه خبر کړي.


۴: د بازار په اړه مالومات لرل
د بازار یا مارکیټ په اړه د مالوماتو لرل تر ټولو مهمه برخه ده چې یو کاروبار یا تجارت له شروع کولو وړاندې باید موجود وي. که په تولیدي برخه کې سرمایه ګزاري کیږي تجار باید د بازار په اړه پوره مالومات ولري د بیلګې په ډول لکه د توکي د تولید ضرورت، د خلکو غوښتنه، د تولید د کیفیت په اړه د خلکو غوښتنه او ورته څومره تولید په بازار کې موجود دی او یا څومره فابریکې ورته تولید تولیدوي د هغوۍ نرخونه او د بازار سیمه یې.
د پورته مالوماتو نه شتون له امله یو سرمایه ګزار له خنډونو سره مخ کولی شي چې په خپله سرمایه کې تاوان وکړي


۵: حوصله درلودل
حوصله درلودل شاید دومره یو ستر علت نه شي چې سرمایه ګزار له تاوان سره مخ کړي خو ځینې وختونه لکه لنډ مهاله امنیتي وضعیت خرابیدل په هیواد کې سیاسی حرکتونه یا د دولت لخوا د مالیه ورکولو اضافه والی او نور داسې عوامل چې کله مخې ته راځي په کار نه دی چې یو کاروبار په ټپه ودرول شي. په داسې وختونو کې یو سرمایه دار باید چې حوصله وکړي چې د لنډ مهال لپاره یې ګټې ودریږي مګر خپل کاروبار باید ونه دروي.


۶: د مسلکي پرسونل درلودل
هغه تجارت یا کاروبار چې مسلکي پرسونل ته ضرورت لری باید چې مسلکي خلک ورته وګمارل شي. ډیر کله داسې کیږي چې یو سرمایه ګزار د یو څو روپیو د سپما په خاطر د مسلکی کس پر ځای یو غیر مسلکي کس ګماري چې کم معاش ورکړي چې دا په تجارت یا کاروبار ډیر منفي تاثیر کوی او یو سرمایه ګزار له تاوان سره مخ کوي.


۷: منجمنټ یا اداره
 هر لوی او کوچنی کاروبار اداره کولو ته ضرورت لري. د یو کاروبار ښه پر مخ بیولو لپاره یو ښه منجمنټ یا ادارې ته ضرورت لري. د مسلکي پرسونل درلودل یو ضرورت دی خو ددې پرسونل اداره کول یو ښه مدیر یا منیجر ته بیا ضروت لري چې دا هر څه منظم کړی او اداره یې کړي. د یو کاروبار لپاره د غوره مدیر نه درلودل کولی شي ټوله سرمایه په اوبو لاهو کړي.


۸: د کیفیت نه ساتل
ډیر کله داسې کیږي چې کله یو سرمایه ګزار په یو نوي کاروبار کې سرمایه ګزاري وکړي په لومړي سر کې د توکي کفییت ښه ساتي خو کله چې مشتري پیدا کړي د زیاتې ګټې په خاطر کیفیت په ورو ورو خراب کړي چې یو وخت موجوده مشتري هم له لاسه ورکړي او کاروبار له زیان سره مخ شي.


۹: د مالیاتو ورکول
د  نړۍ هر دولت مکلف دی چې د  یو سرمایه ګزار ته د امنیت زمینه برابره کړي، د برښنا زمینه ورته برابره کړي په وخت یې له فابریکو یا کاروبار څخه نظارت وکړي او مقابل کې سرمایه ګزار مکلف دی چې د خپل تولید په اندازه د قانون له مخې مالیه ورکړي. ډیر کله داسې کیږي چې یو سرمایه ګزار له مالیې څخه تیښته کوي او یا هم د مالیې اخیستلو غله او فاسد کارکونکي ورته لارې ګودرې ښيي خو کلونه وروسته چې په وطن مینو صادق او مسلمان مامور پرې برابر شي پرې راغلې مالیه هم باید دولت ته تسلیم کړي او جرمانه هم ورکړي چې داسې وخت کې د زیات تاوان سره مخ کیږي.


۱۰: د خطرونو په وړاندې مبارزه
ډیر کله طبیعي پیښې ، سیاسي ستونزې او نورې ورته ستونزې د یو تجارت یا کاروبار خنډ ګرځي خو په وړاندې یې باید حوصله او مبارزه وشي. که په افغانستان کې د تجارت وضعیت یوه بیلګه وګرځوو زیاتره وخت له ګاونډیو هیوادونو سره چې کله سیاسي ستونزې راولاړې شي زموږ په کاروبار او تجارت مستقیما تاثیر لري خو د داسې خطرونو په وړاندې له مخکې موږ د توکو زیرمه ولرو او یا هم بله بدیله لر ولرو.
د تولید په برخه کې ځینې ګاونډي هیوادونه چې کله غواړي د یو هیواد کورني تولیداتو بازار خراب کړي خپل تولید په ارزانه بیه په هغه هیواد کې بازار ته وړاندې کوي چې دا په هیواد کې په کورنیو تولیداتو رښتیا هم منفي تاثیر کوي.


خو یو سرماسه ګزار په د باید پوهه شي چې زما رقیب دا کار د یو پلان له مخې کوي نه داسې چې دوی به دا کار ته دوام ورکړي. هغوۍ لنډمهاله یوه پلان جوړوي د دریو څلورو یا هم شپږو میاشتو لپاره چې د یو هیواد کورني تولید له ځوړ سره مخ کړي جوړوي. دوی یوه اندازه تاوان کوي مګر دایمي ګټه په نظر کې نیسي او تر کال زیات تاوان هیڅ شرکت نه شي زغملی. په داسې وخت کې که یو شرکت یا سرمایه ګزار تر شپږو میاشتو لپاره مبارزه وکړي او دوی هم یوا اندازه نرخونه راټیټ کړي نو د تل لپاره به یې د خپل هیواد بازار ګټلی وي.


۱۱: د اختیاطي بودیجې درلودل
لکه څه ډول چې لسمه شمیره کې یې وضاحت شوی چې د رقابت د ساتلو لپاره مبارزې ته ضورت دی او شاید چې یو شرکت تاوان ومني یو سرمایه ګزار یا شرکت باید چې اختیاطي بودیجه ولري چې د خطر په اضطراري حالتونو کې ترې استفاده وکړي د اختیاط په ډول ترې کار واخیستل شي او چارې یې له خنډ سره مخ نه شي.

Related Articles

Mar 09, 2023
3,179 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Nov 08, 2020
2,925 views

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ ت...

Jan 12, 2023
1,170 views

ھائيکو نما نظم- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

  ھائيکو نما نظم يا نظميه هائيکو هسې خو په پښتو شاعرۍ کښې بلها قسمه نظمونه ليکلے شوي دي خو زما په خيال د ھائيکو په رنګ نظم پکښې تر اوسه چا نه دے ليکلے. ما غوښته چې په دغه اړه کار اوشي. او  بيا زه په خپل کوشش کښې کامياب شوم او ھائيکو نما نظم مې په ۳...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...