!له ګناه څخه د خلاصون لارې

i
imranghani
Author
Oct 28, 2021
4 years ago
3,848 views
!له ګناه څخه د خلاصون لارې

 

ليکنه ـ شکېبا نادري،له ګناه څخه د خلاصون لارې!

 

الله د ځمکې پر مخ انسانان د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړي دي او څو څو ځله یې د انسان د خلقت موخه په قران کریم کې په ښکاره توګه بیان کړې او فرمایلي یې دي: {وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون} 

ژباړه: پېریان او انسانان مو نه دي خلق کړي، مګر د عبادت لپاره. د دې ایت په لیدو سره موږ ته معلومیږي چې د انسان د پیدایښت یوازینۍ موخه د اللهﷻ عبادت او بندګي ده، سره له دې ایتونو بیا هم ځینې انسانان ګناه کوي، څه وخت وروسته له خپلې ګناه پښېمانه کېږي، خو بیا هم د هغې ګناه څخه ځان نه شي ژغورلای.

موږ په دې لیکنې کې له ګناه څخه د خلاصون هغه لارې درښیو چې په ترسره کولو به یې إن شاء الله تاسو له ګناه کولو ځانونه وژغورئ.

 که غواړئ چې دنیا او اخرت مو جوړ شي او له ګناه کولو څخه ځان وژغورئ زموږ دا لیکنه ولولئ!

 

۱. د ګناه د پرېښودلو لپاره جدي او کلکه پرېکړه وکړئ!

که مو له کړې ګناه څخه پښېمانه یاست او نه غواړئ بیا دا ګناه تکرار کړئ، تر ټولو غوره لار یې دا ده چې  د ګناه د نه کولو لپاره یوه جدي او کلکه پرېکړه وکړئ او له ځان سره ژمنه وکړئ چې نور به دا ګناه نه کوئ، همدا پرېکړه د دې لامل کېدلای شي چې تاسو هم په دنیوي او هم په اخروي چارو کې بریالي او خوشبخته شئ.

 

۲. پر دې ایمان او باور درلودل چې اللهﷻ مو په هر ځای او هر وخت کې ټولې کړنې ویني

کله چې موږ پر دې ایمان او عقیده ولرو چې اللهﷻ په هر ځای او هر وخت زموږ ټولې کړنې ویني، نو یو بشپړ مسلمان هېڅکله بیا ګناه نه کوي او له ګناه څخه ځان لرې ساتي. 

 

۳. د ګناه د پایلو په اړه فکر کول

یو مسلمان هغه وخت کولای شي چې ځان له ګناه څخه خلاص کړي، چې د ګناه د ناوړو پایلو په اړه فکر وکړي د ګناه پایلې تل خطرناکې او ناوړه وي، کله چې یو مسلمان مخکې له ګناه د هغو د پایلو په اړه فکر وکړي هېڅکله بیا ګناه نه کوي. 

 

۴. د جنت او دوزخ ترمنځ پرتله 

هر مسلمان اړ دی چې د خپل اخروي ژوند په اړه څېړنه او مطالعه وکړي، نو کله چې یو کس د جنت او دوزخ په اړه معلومات پیدا کړي او دا دواړه ځایونه سره پرتله کړي، خپله به له ګناه څخه ځان خلاص کړي او نیکه لاره به ونیسي.

 

۵. پر دې باور کول چې نفس او شیطان د انسانانو دښمنان دي

په قران کریم کې څو ځله ویل شوي چې د انسان تر ټولو ښکاره دښمنان د هغه نفس او شیطان دي، نو کله چې یو مسلمان دا خبره ومني خپله به له شیطاني کړنو او ګناه څخه ځان خلاص کړي.

 

۶. د سبحان الله ډېر ویل

کله مو چې احساس وکړ چې داسې کړنه باید تر سره کړئ چې په کولو سره یې کېدای شي تاسو ګنهګار شئ، ژر له خپل ځای څخه جیګ شئ، اودس وکړئ او د اللهﷻ ذکر وکړئ.

له ګناه څخه د خلاصون لپاره تل  د بوخت اوسېدلو هڅه وکړئ. انسانان ډېری وخت شیطاني خبرې او ګناه هغه وخت کوي چې وزګار اوسي، نو ډېره بېکاري هم د دې لامل کېږي چې موږ ناسمې کړنې تر سره کړو.

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

Dec 13, 2025
1,151 views

نظریه های مدیریت و جایگاه آنها در فعالیت های سازمانی

                                                                            ترتیب کننده: پوهیالی عبدالحمید"نیازی"   نظریه های مدیریت و جایگاه آنها در فعالیت های سازمانی  مقدمه          از زمانه های که بشر به زندگی اجتماعی روی آورده، برای رفع نیاز...

Jan 01, 2021
5,139 views

آیلیټس "IELTS" څه ډول ازموینه ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی آيلیټس "IELTS" چې دInternational English" Language Testing"  لنډ مخفف دی، د انګلېسي ژبې یوه نړېواله او معیاري ازموینه ده. دا هغو کسانو لپاره مهمه ده، چې له هېواده بهر د مهاجرت، زده کړې او دندې هيله لري. په لومړيو کې ددې ازموينې س...

Aug 04, 2024
1,018 views

پرورش کنجد

(پرورش کنجد) خصوصیا ت بوتانیکی کنجد:نام علمی کنجد Sesamum indicumبوده یک نبات یک ساله مربوط به فامیل pedaliaceaeمیباشد ونام علمی آن درحقیقت ازنام عربی کنجد یعنی سیم سیم (simsim)گرفته شده است .ریشه:-  کنجد دارای ریشه اصلی بوده تا یک متر ویا اضافه تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,869 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,118 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...