که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.
ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.
په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.
په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره هلکانو ته ضروري دی هماغومره نجونو ته هم ضروري دی. نجونو ته هېڅ ډول زيان نلري په ډاډه زړه يې دې کوي. حتا پېغلې نجونې د مياشتنۍ ناروغي پر مهال هم خپل ورزشي فعالیتونه کولای شي.
په هنرونو کې موسيقي تر بل هر هنر د ماغزو پر ودې ژور اغېز لري ځکه نو د ماشوم روزنې کارپوهان سپارښتنه کوي چې ماشوم بايد د ژوند له لومړنۍ مياشتې څخه په منظمه توګه آرامه او که امکان ولري کلاسيکه موسيقي واوري. له درې کلنۍ وروسته بايد ماشوم ته د موسيقي يوه آله ورکړل شي چې ځان ورسره روږدی کړي. له پينځه کلنۍ وروسته بايد په مسلکي توګه د موسيقي د زدکړې څه ناڅه امکانات ورته چمتو کړل شي.
هغوی چې له مذهبي او يا کلتوري اړخه نه غواړي ماشومان يې موسيقي زده کړي او يا د موسيقي آلې وغږوي نقاشي او خطاطي يې مرسته کولای شي.
د چا چې يو هنر زده وي په سختو او ناوړه شرايطو کې ځان بوختولای او خپل غم غلطولای شي. دوی ډېر کم پر ژور خپګان او نورو اروايي ستونزو اخته کېږي.
زموږ د هېواد شرايطو ته په پام خپل اولادونه داسې څانګيزو او مسلکي زدکړو ته وهڅوئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورباندې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. د سيمهييزو ژبو ادبيات، حقوق، تاريخ، او ورته نور د نړۍ په يوه بل ګوټ کې په درد نه خوري. هلته به ستاسو اولادونه مجبور وي له سره زدکړې وکړي او يا ټکسي وچلوي او په هوټلونو کې لوښي ومينځي. ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل نوی نسل د خپل هېواد پر شرايطو برسېره د ټولې نړۍ لپاره وروزي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ژوند کولو لپاره چمتو وي.
Related Articles
لمانځه احکام
د لمانځه احکام په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي. د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي. د لمانځه شرطونه:(۱)اودس کول یاتیمم...
If you lack discipline, read this
1. Define a clear goal. Without a clear goal it is hard to define exactly what you want. Your mind doesn’t need an invitation to procrastinate. Begin to visualise what it is you really want. Writing down your goal will help to bring it into reality....
د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې
انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو. د ټولنې...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...