که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

K
Ketabton
Author
Aug 08, 2020
5 years ago
3,148 views
که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.
ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.
په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.
په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره هلکانو ته ضروري دی هماغومره نجونو ته هم ضروري دی. نجونو ته هېڅ ډول زيان نلري په ډاډه زړه يې دې کوي. حتا پېغلې نجونې د مياشتنۍ ناروغي پر مهال هم خپل ورزشي فعالیتونه کولای شي.
په هنرونو کې موسيقي تر بل هر هنر د ماغزو پر ودې ژور اغېز لري ځکه نو د ماشوم روزنې کارپوهان سپارښتنه کوي چې ماشوم بايد د ژوند له لومړنۍ مياشتې څخه په منظمه توګه آرامه او که امکان ولري کلاسيکه موسيقي واوري. له درې کلنۍ وروسته بايد ماشوم ته د موسيقي يوه آله ورکړل شي چې ځان ورسره روږدی کړي. له پينځه کلنۍ وروسته بايد په مسلکي توګه د موسيقي د زدکړې څه ناڅه امکانات ورته چمتو کړل شي.
هغوی چې له مذهبي او يا کلتوري اړخه نه غواړي ماشومان يې موسيقي زده کړي او يا د موسيقي آلې وغږوي نقاشي او خطاطي يې مرسته کولای شي.
د چا چې يو هنر زده وي په سختو او ناوړه شرايطو کې ځان بوختولای او خپل غم غلطولای شي. دوی ډېر کم پر ژور خپګان او نورو اروايي ستونزو اخته کېږي.
زموږ د هېواد شرايطو ته په پام خپل اولادونه داسې څانګيزو او مسلکي زدکړو ته وهڅوئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورباندې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. د سيمه‌ييزو ژبو ادبيات، حقوق، تاريخ، او ورته نور د نړۍ په يوه بل ګوټ کې په درد نه خوري. هلته به ستاسو اولادونه مجبور وي له سره زدکړې وکړي او يا ټکسي وچلوي او په هوټلونو کې لوښي ومينځي. ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل نوی نسل د خپل هېواد پر شرايطو برسېره د ټولې نړۍ لپاره وروزي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ژوند کولو لپاره چمتو وي.

Related Articles

Oct 10, 2025
693 views

د مـــعلومـات په خــپراوی کې د مک بــرايډ کميســـــيون مــــــوثــريت

په دغه ارتباطي-څېړنيزه ليکنه کې کوښښ شوی دی؛ چې د نړۍ د اطلاعاتو جريان د يو نړيوال کميسيون لخوا ارزونه وشي. نو د همدې له وجهې نه دغه ليکنه (د معلوماتو په خپراوی کې د مک کميسيون موثريت) تر عنوان ليکل شوی. دغه کميسيون په ۱۹۷۷م کې د هېوادونو په درخواست...

Jul 11, 2022
1,868 views

د تندي او مخ د ګونځو علت او چاره یې

د تندي او مخ کونځې عموماً په زړښت کې پڅرګندېږي خو ځیني وختونه کیدای شي ګونځي تر زړښت مخکې هم پیدا سي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو ګومځې زیاتولی شي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډیره عامه سوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډیر اند...

Mar 25, 2021
6,384 views

څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

ژباړه: قدر ت الله حبيب کله کله انسان نه پوهيږي چې خلک دوې سره ولې خرابه رويه کوي،  کله چې انسان، بريا ته ورسيږي ، مشهور شي ، په مالي لحاظ لوړ شي، خوشاله وی، د ډاډمن  ژوند تيروي، کله کله حسد ددې له امله هم وي چې خلک ولې مينه تاسې سره لري.داسې وخت کې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,644 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,964 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...