ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

i
imranghani
Author
Dec 12, 2021
4 years ago
2,241 views
ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري

ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟

 

له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ ور سره یوه لنډه مرکه چې په انګلیسي ژبې کې انټرویو(interview) ورته وایي کوي، په دغې مرکې کې داسې پوښتنې کېږي، چې د دندې اخیستونکی کس د ځواب په ورکولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې د کاري مرکې د پوښتنو او د کاري مرکې د پوښتنو د ځوابونو په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ پوه شئ چې د کاري مرکې پرمهال به له تاسو څخه کومې پوښتنې کېږي او څنګه باید ځواب ورکړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

۱. ځان راته معرفي کړئ؟

دا خو ښکاره خبره ده، چې هر ځای ته چې ځئ، لومړی باید ځان ورته معرفي کړئ او مرکچي ته د ځان په اړه بشپړ معلومات ورکړئ.

 

۲. ستا د کمزورتیا ټکي کوم دي؟

له دې پوښتنې څخه د مرکه کوونکي موخه دا نه ده، چې په رښتیا ستاسو د کمزورتیا په ټکو پوه شي، د دغې پوښتنې اصلي لامل دا دی، مرکه کوونکی غواړي پوه شي چې تاسو د ځان په اړه معلومات لرئ او که نه؟ یعنې دا چې تاسو د خپلو کمزورتیاوو په ټکو پوهېږئ او یا د خپل ځان د پېژندلو لپاره هڅه کوئ او که نه؟ کېدای شي چې د دې پوښتنې ځواب ستاسو په ګټه و اوسي لکه، یو کس وایي: چې زما د کمزورتیا ټکی بې صبري ده، دا ځواب د دې معنا ورکوي، چې یاد کس د هر کار لپاره ډېره هڅه کوئ، غواړئ په لږ وخت کې ډېر کارونه تر سره کړي او بریالی شي.

 

۳. ولې غواړئ دلته دنده ترسره کړئ؟

په کاري مرکې کې ارومرو دا پوښتنه در څخه کوي، ځکه دوی غواړي پوه شي چې تاسو په معمولي توګه د دندې د پیدا کولو هڅه کړې ده،  یعنې د کمپنیو په اړه معلومات لرئ او که نه؟ خو ډېری خلک د دې پوښتنې ځواب داسې ورکوي، چې دا ځای ښه موقعيت لري، خو د مرکچي موخه دا ده، دی غواړي دا معلوم کړي چې تاسو د دې کار او پوسټ لپاره علاقه لرئ او که نه؟ ځکه چې د کمپنیو لپاره هغه کسان د منلو وړ دي چې له کار سره علاقه ولري او په رښتیا کار لټوي.

  

۴. د ځان په اړه تر راتلونکو پینځو کلونو پورې څه فکر کوئ؟

له دې پوښتنې څخه د مرکچي  موخه دا ده چې پوه شي، ایا تاسو له ځان سره د پرمختګ فکر لرئ او که نه؟ خو چې ووایئ غواړم یوه ورځ مې له بلې څخه غوره وي همدا ځواب بسنه کوي، دا ځواب د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د پرمختګ لپاره یوه ټاکلې موخه لرئ.

   

۵. د خپلې یوې سترې تېروتنې په اړه راته ویلای شئ؟

 او یا د هغه وخت په اړه معلومات را کولای شئ چې کوم کار ستاسو د خوښې خلاف پر مخ ځي؟

له دې پوښتنې نه موخه دا ده چې مرکچي پوه شي، چې ایا تاسو خپلې تېروتنې منئ او که نه؟ هغوی داسې کسان غواړي، چې خپلې تېروتنې ومني او بیا یې تکرار نه کړي.

 

۶. د مخکنۍ دندې د خوشې کولو لامل مو څه دی؟

 د دغې پوښتنې ځواب باید په ډېر غور سره ورکړئ، ځکه که تاسو له خپلې تېرې دندې او مدیر څخه ګیلې پیل کړئ، نو مرکچي به ستاسو په اړه داسې فکر وکړي چې کېدای شي دا کس یو کال وروسته زما په اړه هم داسې خبرې وکړي، نو ښه ده چې ووایئ په دې کمپنۍ کې مې کلونه کار وکړ اوس غواړم په نورو ځایونو کې هم کار وکړم او خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړم او د هغوی له تجربو څخه هم ګټه واخلم او پرمختګ وکړم.

 

۷. د اوسني مدیر په اړه څه نظر لرئ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې هڅه وکړئ، چې خبرې مو مثبتې وي،  خبرې مو ستاسو د مدیر په خوښه وي داسې کوم څه مه وایئ چې د مدیر نه خوښېږي.

 

۸. د هغه مهال په اړه معلومات راکړئ چې یوه لویه ستونزه مو د خپلې تجربې په واسطې حل کړې وي؟

ټول کارونه تل زموږ په خوښې او غوښتنې مخ ته نه ځي، د دغې پوښتنې له لارې مرکچي غواړي ستاسو وړتیا معلومه کړي، چې د یوې ستونزې د رامنځته کېدو پر مهال تاسو څنګه حللاره ورته پیدا کوئ، ځکه دا کار ستونزمن دی او هر څوک یې نه شي کولای.

 

۹. زه ولې باید تاسو د  دې دندې لپاره وګمارم؟

د دې پوښتنې په ځواب کې باید له خپلو تجربو ووایئ، خپل مهارت او زړورتیا باید بیان کړئ او ورته وښیئ چې تاسو د دې دندې لپاره غوره کس یاست.

 

۱۰. تر ټولو لویې لاسته راوړنې مو کومې دي؟

 د دې پوښتنې په ځواب کې به د خپلو هغو لاسته راوړنو په اړه  معلومات ورکوئ، چې تر نن ورځې یې لرئ، که هغه په هره برخه کې وي.

 

۱۱. له ما څخه کومه پوښتنه لرئ؟

هغه کس چـې غواړي کار پیدا کړي مخکې له دې چې مرکې ته لاړ شي باید له ځان سره ځینې پوښتنې جوړې کړي، اړینه نه ده دا خبره یاده کړي، چې زما تنخوا به څومره وي، غوره ده چې له ځان سره نورې پوښتنې ولري او وېې کړي.

Related Articles

Feb 25, 2024
1,244 views

جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي  په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځم...

Apr 17, 2022
8,095 views

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو: ( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان...

Nov 13, 2021
2,396 views

د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې   انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,872 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,119 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...