To start downloading books

Please sign in or create an account.

Arsalan 3 years ago 6,873
د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونه

د روژې مبارکه میاشت د اسلام له پنځه بنأوو:

( ۱- کلیمه | ۲- لمونځ | ۳- روژه | ۴- زکات | ۵- حج‌ ) څخه درېمه بنأ (بنسټ) او د هجري قمري کال: ( ۱-محرم الحرام، ۲-صفر المظفر، ۳-ربیع الاول، ۴-ربیع الثاني، ۵-جمادي الاول، ۶-جمادي الثاني، ۷-رجب المرجب، ۸-شعبان المعظم، ۹-رمضان المبارک، ۱۰-شوال المکرم، ۱۱-ذې القعده، ۱۲-ذې الحجه) نهمه میاشت ده. د روژې مبارکه میاشت په اسلامي نصوصو (په قرآن العظیم الشان او احادیثوشریفو) کې ثابته ده. د روژې مبارکې میاشتې نیول په ټولو مسلمانانو فرض ده مګر په ناروغانو اوڅوک چې په سفر کې وي او د هغوی لپاره ځانکړې شرایط شتون لري. او قضايي ادأ کول یې پرې شته دي. د روژې مبارکه میاشت په درېو برخو وېشل شوې ده چې لومړۍ برخه یا لس ورځې یې رحمت، دوېمه برخه یا لس ورځې یې مغفرت (بخښنه) او درېمه برخه یا لس ورځې یې د دوزخ له عذاب او اور څخه خلاصون دی. د روژې مبارکه میاشت وېل کیږي: د مسلمان لپاره د یوولسو نورو میاشتو زکات ده چې روغتېا او صحت ته یې ډېرې زیاتې ګټې لري. دنیایي ګټې یې د روغتېا او صحت ښه کېدل کېدلای شي. د آخرت ګټې یې بې شمېره اجرونه او ثوابونه دي چې الله (ج) مسلمانانو ته یې ور په برخه کوي. روژه د الله (ج) له لورې مسلمانانو لپاره د میلمستېا میاشت ده.  

 

د روژې میاشتې ډَولونه:

د روژې میاشت په دوه ډَوله ده:

۱- عامه روژه      ۲-ځانګړې (خاصه) روژه

 

۱- عامه روژه: هغه روژه ده چې پکې یوازې خوراک او څښاک نه کیږي، دې ډَول روژه کې روژه نیونکي یوازې له خوراک او څښاک څخه ځانونه یې منع کړي وي او نور هر څه چې یې زړه غواړي هغه ترسره کوي.

۲- ځانکړې (خاصه) روژه: هغه روژه ده چې پکې د خوراک او څښاک له منع کېدلو ترڅنګ د روژه نیونکو د بدن ټول غړي لکه سترګې، غوږونه، لاسونه، پښې او نور. . . ټول روژه وي. یو شمېر دیني عالمان او پوهان یو بل ډَول روژه چې د اخص الخاص که د اختص الخاص په نوم ده دا هم یادوي پدې کې وایي: “چې د ځانګړې روژې د ځانګړتیاوو ترڅنګ د مسلمان زړه په یوه ځانګړې او خاصه اړیکه او رابطه کې د الله (ج) سره وي. “ پدې روژې زه هم نه پوهیږم چې څه ډَول روژه ده؟

 

د روژې مبارکې میاشتې یو شمېر فضیلتونه:

  •     د کال تر ټولو غوره میاشت ده ځکه قرآن العظیم الشان پکې نازل شوی دی
  •     د قرآن کریم او نورو آسماني کتابونو او صحیفو نازل کېدل پدې میاشت کې
  •     لیلة القدر (د قدر شپه چې د زرو ۱۰۰۰ میاشتو څخه غوره شپه ده) د دې شپې شتون پدې میاشت کې
  •     مادي او جسمي ګټې (د انسان د وجود بېلابېلې ناروغۍ ښه کېدل پدې میاشت کې)
  •     معنوي او روحي ګټې (تقوا، پرهیزګارۍ او روحي آرامتیا ته رسېدل پدې میاشت کې )
  •     د مسلمانانو د ګناهونو سوځېدل او بخښل کېدل پدې میاشت کې
  •     د شیطانانو تړل کېدل، د انسي او جني شیطانانو له وسوسو څخه خلاصون پدې میاشت کې

 

د روژې لفظي تعریف:

روژه (رمضان) د [ رمضأ ] عربي کلیمې څخه اخیستل شوې ده چې د تودوالي، حرارت او سوځېدلو په مانا ده؛ یانې پدې میاشت کې د انسانانو او مسلمانانو ګناهونه بخښل کیږي. خدای (ج) دې زمونږ او تاسو او د ټولو مسلمانانو روژې په خپل دربار کې قبولې کړي؛ آمین.

مننه؛ بریالي اوسئ.

 

؛؛؛ عبدالرشید صمد نجاب ؛؛؛

Related Articles

کثرت گرایی، مشکل فارس زده گان

کثرت گرایی، مشکل فارس زده گان مصطفی عمرزی با تصویری که برای این مقاله، انتخاب کرده ام، با وضاحت، فاجعه ای دیده می شود که  هم به لحاظ فرهنگی و به هم به لحاظ سیاسی، وجود دارد. نتایج سیاستگذاری های غلط که عمق تاریخی افغانستان را به جای ریشه یابی نام افغان، در چند طبقه ی دیگر(آریانا، خراسان و...) دنبال کرده اند، با کنار گذاشتن اصل واحد سیاسی آن، در ن...

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه او حل لارې یې

که مو بدن د اوسپنې له کمبود سره مخ شي امکان شته چې له سترګو مو تورې حلقې را وګرځي، په بدن کې د اوسپنې کمبود د پوست مشکلات را منځته کوي، که د بدن اوسپنه پوره وي پوست تازه او ځوان پاتې کيږي. له سترګو د تور حلقو تاوېدل ستاسې ښکلا ته زيان اړوي او په نفس د باور کمېدو لامل هم کېدای شي، دغه شان تورې حلقې کله چې په پوست کې وينه غونډه شي را منځه ته کيږي....

خشتک کشال ها

خشتک کشال ها مصطفی عمرزی «فردای چنین روزی به خشتک کشال های بی دانش و اوباشان شمله به پا افتیده، به سفله های کوچه گرد بی آبرو، به لکه های ننگین دامان هرات باستان که ... تحت نام تسلیمی اجیر و تربیت کرده بودند، به سنگر های مجاهدین، امر حمله می دهند.» (کرباس پوش های برهنه پا، خاطرات دکتور حسن شرق، سباکتابخانه، پشاور، قصه خوانی- دهکی نعلبندی، 1370ش، ص...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...