To start downloading books

Please sign in or create an account.

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: "پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ."  

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.  
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي "هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه."
Related Articles

د "محمد اشرف غني" لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د مطرحو سیاسی او اقتصادي څېرو په نوملړ کې د افغانستان د ولسمشر "محمد اشرف غني" نوم هم د ځانګړي مقام درلودونکی دی. د نړۍ اکثره اقتصادي او سیاسي څېرې ورته د نوموړي پوهې، ذکاوت او طرحو ته په کتو ډېر درنښت او احترام لري. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي د ژوند، کورنۍ، زده کړو او نورو فعالیتونو په اړه پوه شئ.    پیدايښت او کو...

د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

د سروزرو معبد (طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی د هند د پنجاب په امرتسر کې چې زموږ د هیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي د سیکانو ستره ګورودواره ده، چې دوی یې د (دربار صاحب) په نامه هم یادوي. ددې معبد بنسټ د سیکانو د څلورم ګورو او لارښود (ګورو رامداس) له خوا اېښودل شوی دی. دسروزرو معبد (طلایي معبد) د نړۍ د ټولو سېکانو لپاره یو سپيڅلی عباد...

کابریکا - #لومړۍ_برخه

کابریکا - لومړۍ برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   ۲۰۲۱ز - کالیفورنیا، متحده ایالات د جولای ۱۲مه شپه تیره شوه، دوه دیرش کلن انډریو میلر له خوبه را پاڅید، غاښونه یې وینځل چې مور یې غږ کړ:- انډریو زویه! انډریو په ډکه خوله ځواب ورکړ:- هو مورې! شیبه تم شه درځم څو شیبې وروسته انډریو له خپلې خونې د باندې ووت غږ یې کړ:- هو مورې! اوس ووایه څه دې ویل؟ مو...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...