د هڅوونکي سهار پیل

W
Waheed Zaheer
Author
Jan 16, 2022
4 years ago
2,765 views
د هڅوونکي سهار پیل

لیکوال : وحید زهیر

خوښي او بریالتیوب د هر چا حق دی. هر انسان ارام او ښکلی ژوند خوښوي، خو ټول ښکلی ژوند نه لري. ځينې خلک پیدایشي بختور وي. چېرې باعلمه، نېک نامه او سرمایه داره کورنۍ/ټولنه کې پیدا شي، د ژوند امکانات ورته تیار وي. که یو څه بادرکه وي، مخکې چې ښو بنسټونو کې تعلیم او تحصیل وکړي نو ژر د ښه ژوند خاوند شي خو هر چا لپاره دا مزل دومره اسان نه دی. د ښه ژوند لپاره خواري کول او ښه عادتونه پالل مهم دي. هر ځای کې سهار خلک بېلابېل عادتونه لري خو د ډیرو بریالیو خلکو د سهار ځينې عادتونه ګډ دي. له دې ښکاري چې سهار ځانګړی قوت لري او باید سم پام ورته وشي.

ځينې ښه عادتونو په لاندې ډول دي:

۱- د خوب ځای مو سم او بستره ټوله کړئ!

ډیربریالي خلک وايي که له خپل تنبل حالت سره مخه ښه غواړی، سهار کې مو د بسترې او خوب ځای سمول زده کړئ. اصلاً د دې تر شا یو ارواپوهنیز علت هم شته، ځکه خو عسکرۍ کې هم مراعتیږي. د بسترې سمول د نظم او ډسپلین سره اړیکه لري، کله چې دا کار وکړئ نو ذهن ته مو اتومات یو پیغام ځي چې د ورځې لومړی کار مو سم بشپړ کړ، د ورځې پاتې کارونو ته هم هڅول کيږی. دا عادت په تاسې غیرشعوري ډیر ښه اغیز کوي.

۲- عبادت او مراقبت وکړئ!

رب سره مینه او اړیکه د انسان قوت او ډاډ دی. رب ته سجده، راز و نیاز سره ښه احساس کوی او دې سره ستاسې په زړه کې د ښو کارونو نیت پیدا شي.

اکثر خلکو ته لسو دقیقو لپاره مراقبت او ذهني ارامي سخته وی، خو ژوره ساه اخیستل ټولو ته اسانه ده. سهار لسو دقیقو لپاره په تازه هوا او ارام ځای کې ژوره ساه واخلئ. دا کافي ګټې لري مثلاً سکون او ارامښت احساسوی، فوکس مو ډیريږي او انرژئ اخلی. د ژورې ساه تمرین تاسې له انټرنیټ ښه زده کولی شی.

۳- په نهاره اوبه وڅښئ!

 د انسان مغز له ۷۰٪ اوبو جوړ دی. که موږ سهار او یا د ورځې پر مهال کافي اوبو څښو نو دا انرژي راکوي. کله چې موږ له شپې تر سهاره مسلسل څو ساعته خوب کوو، نو بدن او د مغز حجرې مو د اوبو د کمښت (Dehydration) حالت ته ځي. د هارورډ طبي پوهنتون څېړنه ښيي له همدې امله ډیرکله انسان سهار کې ستړی، تنبل او سردرد احساس کوي. ښه ده چې سهار په نهاره یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ، که جوش اوبه وي لا ښه ده. دې سره ستاسې بدن کې میتابولیزم چټک کيږي.

۴- ښه مطالب وګورئ!

کتاب، یو ښه مطلب، مقاله یا شعر ولولئ/واورئ چې موډ مو درته برابر کړي. ضرور نه ده چې یو ساعت پرې تېر کړئ، که خوښ یاست سمه ده ګنې لس دقیقې هم کافي دي. ځينې خلک پر ټولنیزو رسنیو له ښو مطالبو سکرین شاټونه اخلي او دې ته ځانګړی فولډر لري. ځينې ښایسته حکایتونو او ټوکې په کتابچه کې ليکي. ځينې موبایل یا کمپیوټر کې د ګټورو ویډیوګانو فولډرې لري. په ښارونو کې د خلکو کورو ته سهار وخته اخبارونه رسيږي. که تیز او ارزانه نېټ لری نو دې ټولو موادو لپاره ځانګړي او ښه سایټونه شته، هروخت ورته لاسرسی موندلی شی خو که انټرنېټ نه لری خپل ارشيف جوړ کړئ او په مهمو وختونو کې ترې ګټه واخلئ.

۵- فزیکي ورزش وکړئ!

که ټوله ورځ تنبل اوسی، د ورځې پیل کې ډیر لږ تمرین، منډه او یا قدم ستاسې دا ستونزه کمولی شي. د ورځې به فعال اوسی. د وینې جریان مو ښه او مغزو ته مو اکسیجن رسيږي.

۶- په یخو اوبو ځان ووینځئ!

که هوا سړه نه وي، سهار کې په یخو اوبو لامبل له تاسې تنبلي تختوي، پوره فعاليږی او انرژي مو ډیريږي. دا کار په نړیواله توګه خلک ګټور ګني. یخو اوبو سره بدن کې د سپین کرویاتو شمېر ډیريږي او دا سپين کرویات موږ له ناروغیو ساتي. ډیر خلک د فعاله پاتې کېدو او بدني انرژی لپاره دا کوي.

۷- د ورځې پلان وليکئ!

که هره ورځ د خپلې خوښې سره سمه غواړئ، نو پلان مهم دی. پلان باید زموږ د هرې ورځ عادت شي. د ورځې پلان سهار وليکئ. دې سره مو کارونه نه هیريږي او ټولو کارونو ته یو ترتیب او نظم ټاکی. د موبایل پرځای پلان په یوې جیبې کتابچه یا یو کاغذ ولیکئ. موبایل ستاسې فوکس خرابوی شي خو په کاغذ لیکلی پلان سره مزاحمت نه شي. کله چې مو کار وکړ، پر کاغذ همغه کار ته مخکې یو ټېک مارک وکړئ دا تاسې ته ډاډ درکوي او لا نور هڅيږی. 

خوښي او بریالیتوب په یو ورځ یا سهار نه ترلاسه کيږي. تاسې باید مسلسل او زنځيري ښه مخ ته لاړ شئ. ممکن یو-نیم سهار تاسې دا عادتونه پوره نه کړئ، څه خبره نه ده خو د سهار فکر ، پلان او اراده باید تل ولری.

Related Articles

Jul 15, 2021
2,865 views

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معو...

Aug 06, 2020
4,249 views

مديريت Management

لومړۍ برخه د مديريت د زده کړي دا لړۍ به په څلورو برخو کي په مکمله توګه به درته وړاندي شي. په لومړۍ برخه کي د مديريت،ګټورتوب،مؤثريت،مدير،د مديرانو ډولونو او د هغوی ددندو اړوند به درته واضح معلومات وړاندي شي.  مديريت يا منېجمنټ په لغت کي اداره کولو ت...

Jul 18, 2022
3,534 views

د وخت مدیریت

عبدالله رسا ــــــــــــــــــــــــــــــــــد وخت مدیریت هغه پروسه ده چې په هغه کې وخت داسې کنترول او پلانیږي چې څنګه په مشخصو کارونو مصرف شي. د وخت ښه مدیریت تاسو سره په کم وخت کې د زیاتو کارونو په تر سره کولو کې مرسته کوي. همدا شان د وخت ښه مدیری...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,520 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...