To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,422
د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

لیکنه: شکېبا نادري

د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

 

انسان تل په یو حالت کې نه وي ځینې وخت انسان د یوه کس د خبرو پر وړاندې حوصله کوي او زغمي یې، خو ځینې وخت بیا انسان د نورو د خبرو حوصله نه لري او ارومرو یې ځواب ورکوي.

موږ ډېری وخت له داسې کسانو سره مخ کېږو چې توهین کول او سپکې خبرې یې عادت شوی وي او تل یې کوي.

 موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې دې هغه چا پر وړاندې چې موږ ته توهین او یا سپکې خبرې کوي څنګه رویه وکړو؟ 

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې د داسې کس پر وړاندې چې تاسو ته توهین کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. خبرو ته مو پام وکړئ!

کله چې یو کس غوښتل چې په خپلو خبرو سره تاسو توهین کړي او یا درته داسې خبرې وکړي چې تاسو پرې خپه کېږئ، نو ښه ده چې خپلو خبرو ته ډېر پام وکړئ، د هغوی د خبرو پر وړاندې داسې خبره ونه کړئ چې ستاسو شخصيت زیانمن کړي.

۲. د ځان باورۍ کچه مو لوړه کړئ!

کله چې یو کس غواړي تاسو توهین کړي، موخه یې دا وي چې تاسو د نورو پر وړاندې کم راولي، نو په دې حالت کې مو باید د ځان باورۍ کچه  لوړه کړئ او د یاد شخص پر وړاندې داسې عکس العمل وښیئ چې هغه له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا هېڅکله د داسې خبرې کولو جرات ونه کړي.

۳. ځان بې خبره واچوئ!

کله چې کوم کس غوښتل تاسو توهین کړي، فکر وکړئ چې تاسو دا خبره هېڅ نه ده اورېدلې او په ځواب کې ورته ووایئ چې وبښئ څه مو وویل؟

وبښئ زه خو مو په موخه پوه نه شوم؟

له دې خبرې څخه مو موخه څه وه زه خو پوه نه شوم؟

یادې پوښتنې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا یې تکرار نه کړي.

۴. له توهین کوونکي څخه ګیله وکړئ!

د ځینې کسانو څخه د خلاصون اسانه لار ګیله کول دي، کله چې یو کس ستاسو د توهین هڅه وکړه تاسو ورته ووایئ چې ما له تا څخه دا هیله نه درلوده، ما فکر نه کاوه چې ته به زما په اړه داسې فکر کوې، داسې خبرې زما حق نه و او داسې نورې خبرې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلو کړو خبرو پښېمانه شي او بیا داسې خبرې ونه کړي.

نو تل باید هڅه وکړئ چې د هر چا پر وړاندې سمه رویه وکړئ، هېڅکله  چا ته توهین مه کوئ، که غواړئ چې خلک درته درناوی وکړي نو تاسو هم د خلکو درناوی وکړئ او د توهین او سپکو خبرو له کولو څخه ډډه وکړئ.

Related Articles

دبنو ساعده سقیفه یا دیره

دبنو ساعده سقیفه (دیره)کله چې محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو دبنوساعده دیره کې صحابه کرام جمع شول چې مسلمانانوته خلیفه وټاکي ځکه رسول صلی الله علیه وسلم  ژوند کې څوک خلیفه نه ؤ ټاکلی البته دمرض پرمهال ېې لمونځ لپاره  ابو بکر خپل نائب ټاکلی ؤ (سقيفة)  داسې  ودانۍ ؤ چې درې خواووته دیوال او یو طرف ېې خلاص ؤ دنن سبا په اصطلاح دیره يا دالان بڼه ېې لرله...

د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

لیکنه ـ ریاض مقامزی اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده. ټول غواړي، چې ژر ـ ژر خواړه پاخه کړي، کار ته لاړ شي، شتمن شي او همداسې ژر خپلو موخو ته ورسي. دا غوښتنه بېخي طبیعي ده، په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره د دنيا له یوه کونجه له بلې برخې سره وصل کېږو، نو د خلکو غوښتنې هم همداسې چټکې شوي دي. آيا د سرعت غوښتنه د ژوند په هره برخه کې کېدای ش...

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی. اوس نو راځئ له مونږ س...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...