To start downloading books

Please sign in or create an account.

خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په انسانانو کې د وزن له ډېرښت سره د بدن د نورو برخو ترڅنګ د خېټې لویوالی هم تر سترګو کېږي. په دې معنا چې د خېټې برخه هم لويېږي. د خېټې غټېدل نه یوازې دا چې د روغتيا ته زیان لري، بلکې د انسان ښکلا هم ننګوي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې خېټه څنګه کوچنۍ کړئ. 

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

که څه هم نږدې ټول خلک پر دې باور دي، چې یوازې ورزش کولای شي دا ستونزه حل کړي. دا خبره سمه ده؛ مګر په دې معنا نه ده، چې د خېټې ویلې (کوچنۍ) کولو بل هېڅ لاره دې نه وي. ځینې نورې تګلارې هم شته، چې پر مټ یې خپله خېټه وړه کولای شئ. مګر زموږ لومړنۍ سپارښتنه هم همدا ده، چې منظم ورزش وکړئ. اړینه نه ده، چې ځانګړو ورزشي ځايونو ته ورشئ. آن کولای شئ په کور کې هم ځينې تمرینات وکړئ. مثلا منډې ووهئ او ورته نور حرکتونه ترسره کړئ. په هر حال؛ پر دې سربېره دا تګلارې هم ډېر اغېزناکې تمامېدای شي. 

لومړی| د جوارو ډوډۍ

روغتياپالان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د جوارو ډوډۍ کولای شي ستاسو خېټه له لویوالي څخه وژغوري. که تاسو همېشه د جوارو ډوډۍ نه شئ خوړلای نو هڅه وکړئ، د غنمو ډوډۍ ترڅنګ یو یا دوه وخته د جوارو ډوډۍ ته هم پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.  

دویم| ځانګړی محلول

که غواړئ، چې خېټه مو کوچنۍ کړئ/کوچنۍ وساتئ نو په ورځ کې یو وار دا شربت حتما جوړ کړئ. په یوه لوښي کې یوه کاشوغه شهد (شات، عسل)، څو دانې تور مرچ او تازه وېلنی واچوئ. د پنځو دقیقو لپاره یې پر اور کېږدئ، بیا یې چاڼ کړئ او قهوه یې وڅښئ. ډېر ژر به یې مثبته پایله ووینئ.  

درېيم| د لیمو جوس وڅښئ!

هڅه وکړئ د سهار پیل مو د لیموانو په جوسو وکړئ. سهار په نهاره یو ګیلاس اوبو کې نیمه لیمو وزبېښئ او بیا وڅښئ، نو د خېټې له غټېدو په امان کې یئ. که په ګیلاس کې د لیمو د اوبو ترڅنګ تازه وېلني هم واچوئ لا ښه اغېز کولای شي.  

څلورم| ډېرې اوبه وڅښئ!

ډاکټران د خېټې د کوچني کولو په برخه کې بله سپارښتنه دا کوي، چې باید په مسلسله توګه اوبه وڅښئ. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې موږ دې افراط وکړو. یوازې د بدن اړتیا وړ اوبه دې پوره وڅښل شي. ددې تګلارو ترڅنګ باید هېر نه کړئ، چې له ځینو خوړو ځان وساتئ. که غواړئ خېټه مو لویه نه شي، نو ددې خوړو له ډېر خوراک څخه ځان وساتئ او نورې لارښووونې هم ومنئ!

  • سره کړي غوښې مه خورئ
  • مېوې او سبزیجات ډېر وخورئ!
  • نرۍ وریجې مه خورئ
  • له بورې (خواږه) څخه ځان وساتئ
  • شین چای څښئ
Related Articles

انټرویو په اړه ځینی لارښونی

د ځینو ملګرو په غوښتنه دا ځانګړې لیکنه يو ځل بیا خپروم. د انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښووني#لومړۍ پوښتنهد ځان په اړه که مو راته ووېل؟ځواب:• خپل د نوم څخه يې پيل کړئ• د خپل استوګنځی په اړه معلومات ورکړی• د خپل تعليم په اړه لنډ ټکي وړاندي کړی• د خپلو تېرو دندو په اړه لږ معلومات ورکړی که مو تر سره کړي وي• د خپل کورنۍ په اړه لن...

د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  اکثریت خلک فکر کوي، چې  ژاولې د ماشومانو لپاره دي تر څو هغوی پرې غلي کړای شي، یا هم ځينې نور خلک د ژاولو ژوول بې ادبي ګڼي؛ خو څېړنو موندلې ده، چې ژاولې ژوول د انسان جسمي او ذهني روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. ددې ګټو له ډلې یې ځينې په دې ډول دي.   لومړی| فشار ختموي که په ستونزمنو حالاتو کې یئ او یا هم په داسې چاپېریال کې ک...

خرما (کجورې) او روغتيايي ګټې یې

خرما چې ځینې پښتانه ورته کجورې هم وایي ، په انګریزي ژبه یې (Date ) ، په عربي ژبه یې تمر او په هندي او اردو ژبو کې یې هم کهجور بولي او علمي نوم یې ( Phoenix dactylifera) یو ډول خوږه میوه ده چې مسلمانان زیاتره دتبرک لپاره پرې روژه ماتوي . دخرما  ونې( Date palm )زیاتره په مصر ، سعودي عربستان ، عراق ، عمان ، لیبیا ، الجزایر ، سوډان ، عربي متحده اماراتو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...