To start downloading books

Please sign in or create an account.

دروغجن انسان څنګه پېژندلای شو؟

دروغجن انسان څنګه پېژندلای شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د یوې داسې دستګاه لرل، چې هر چېرته له ځان سره یوسې او دروغ پرې معلوم کړې، يوه ښه نظریه ده. مګر داسې کوم انتخاب نه لرو. هغه څه چې موږ په واک کې لرو زموږ دننی حس دی، چې پر مټ یې دروغ معلومولای شو.

که څه هم تاسو ته به عجیبه ښکاري، مګر دا یو حقیقت دی، چې دروغ ویل د انسانانو په منځ کې په پراخه کچه رواج لري. په ځينو ټولنو کې درواغ دومره عام شوي، چې خلکو ته بېخي عادي ښکاري. د دروغو او رښتياوو معلومول اسانه چاره نه ده، مګر بیا هم ځينې علایم شته چې دروغجن پرې معلومولای شئ.

 

نښې

لومړی ـ ډېرې خبرې کول

هغوی چې دروغ وايي، ژر ـ ژر غږېږي او د موضوع اړوند پر ډېرو جزئياتو هم غږېږي، ترڅو تاسو قانع کړي چې نوموړی دروغ نه وايي. ممکن له دې خبرو سره د "زه رښتيا وایم"، "له تاسو سره په صداقت چلېږم" او ورته نور الفاظ هم مل وي.

 

دویم ـ د څېرې د حرکاتو جزئيات

ځينې دروغجنان د دروغو پر مهال خپلې وروځې پورته ـ پورته کوي. یا هم د خپلو شونډو په مرسته یو ډول تکراري حرکت کوي. نو که غواړئ دروغجن وپېژنئ دې حالاتو ته هم پام کوئ.

 

درېيم ـ تضادونه 

که چېرې موږ صادق اوسو، ټوله کیسه په بار ـ بار یو ډول کوو. خو که دروغ وایو، حتما د لومړي ځل او دویم ځل خبرو ترمنځ تضاد موجود وي. مثلا یو ځل د باراني هوا یادول او بیا دا ویل چې اسمان صاف و، د دروغو معنا لري. 

همدارنګه که څوک غمجنه کیسه کوي او خاندي یا برعکس حالت ولري دا هم د دروغو نښه کېدای شي.

 

څلورم ـ د پوزې او خولې لمسول

دا دوه نښې په دروغجنو کې ډېر لیدل کېږي. دا غیر عادي حرکات دي. ددې معنا ورکوي، چې متکلم د دروغو جوړلو لپاره فکر کوي. همدارنګه که څوک خپله پوزه لمس کوي، دا خارښت اصلا د پوزې په کوچنيو رګونو کې د آدرنالین د ډېرېدو له کبله منځته راځي. اصلي علت یې د دروغو له وجې د سټریس پیدا کېدل بلل کېږي. خو باید ومنئ، چې دا خبره تل ۱۰۰ سلنه نه تطبیقېږي.

 

پنځم ـ د ماشومانو په څېر رفتار

په تېز لحن سره غږېدل لکه کله چې له یوه ماشوم او یا عاجز انسان سره غږېږو، یو بل د خطر زنګ دی. که په داسې طریقې سره تاسو ته څوک خبرې کوي دا د دروغو یوه څرګنده نښه ده.

 

شپږم ـ د سترګو حرکات 

که تاسو پر چا د دروغجن شک لرئ، نو د خبرو پر مهال یې سترګو ته ځير شئ. دروغجن انسانان نه شي کولای مخامخ تاسو سره سترګه په سترګه شي. نو که مقابل شخص تاسو ته له کتلو ډډه کوله پوه شئ چې شک مو پر ځای دی.

 

همدارنګه ژر ـ ژر ساه اخیستل، لاړې تېرول او د ستونې بندېدل هم د دروغو له ډېر بارزو نښو څخه بلل کېږي. ځينې نور بیا خپلې شونډې هم څټي. 

له دې ورهاخوا د دروغجن خبرو ته ځير شئ، که له عادي حالت څخه تېزې او یا ورو خبرې کولې، نو دا هم د دروغو عمده نښې بلل کېږي. ځينې نور بیا د دروغو ویلو پرمهال خولې کېږي.

Related Articles

 توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

ژباړه - رياض مقامزی توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا ځيګر تر اغېزې لاندې راولي؛ دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده. یوازې په "۲۰۱۵م" کال کې شاوخوا "۱،۸" میلیونه وګړو د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او همدارنګه "۱۰،۰۴" میلیونه وګړي پر دې ناروغۍ اخته شوي وو. ددې ناروغۍ د قوي خطر له امله مو...

شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی

شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی، تر دې چې دوی یو بل ته هم نه شي نېږدې کېدای...  کوم غشي چې پرې ولاړ دي، د دوی لپاره غښتلی سنګر دی، نه دوست ورنیږدې کېدای شي او نه هم دښمن...  کله چې د ژمي ساړه بادونه او سخته یخني پیل شي، نو بیا دوی اړ شي چې یو بل ته نیږدې شي تر څو ګرم شي، سره له دې چې یو بل په غیشو ټپی کوي، کله چې ګرم شي بېرته سره جلا شي...  چ...

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل   په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول،  د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم، :دکتابونو بېلګې  لومړی :-  TEXT کتابونه ( درسي کتابونه ) د   TEXT  وییکی ، وۍ یا لغات  له   TEXTURE  څخه اخیستل ش...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...